1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د بېکارۍ د له منځه وړلو وخت رارسېدلی

مسعود جهش (اوته شيفر)۱۳۹۲ خرداد ۷, سه‌شنبه

په پاریس کې د «کار د زمينې د برابرولو غونډه» ټولو ګډونوالو پر دې باندې موافقه وکړه چې د ځوانانو له پاره باید یو څه وشي. د دویچه ویله د خپرونو مشره میرمن اوته شیفر پخپله تبصره کي ليکي چې اوس نو د عمل کولو وخت دی.

https://p.dw.com/p/18fqP
Eine junge Frau, die von sechs Männern vergewaltigt worden war, sitzt am 15.06.2007 in Hamburg auf einer Parkbank. Sie hat nur noch gebetet, dass es aufhört. Nacheinander vergewaltigten sechs Jugendliche das 14-jährige Mädchen auf dem kalten Kellerboden. Auch unzählige Therapien später fällt es der heute 18-Jährigen aus Hamburg schwer, über das Martyrium zu sprechen. Sie wohnt in Jenfeld, einem Stadtteil, der durch den Fall der qualvoll verhungerten Jessica im März 2005 bundesweit in die Schlagzeilen geriet. Anonyme Betonklötze und hohe Arbeitslosigkeit sind Charakteristika von Jenfeld. Foto: Maurizio Gambarini dpa/lno (zu dpa-Korr: ""Gebetet, dass es aufhört" - Junge Frauen berichten über Jugendgewalt vom 01.07.2007) +++(c) dpa - Report+++
Junge Frauen berichten über Jugendgewaltانځور: picture-alliance/dpa

له ۱۹۳۰ لسیزي راهیسې د انګلیسې ژبې New Deal (نوي پلانونه) اصطیلاح همداراز یو شمیر ټولینزو او اقتصادي ریفورمونه په معنی هم کارول کیږي. د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر فرنکلن دیلانو روزیویلت، د هغه وخت نړیوالو اقتصادي کړکیچ په ځواب کې یو لړ اصلاحات وضع کړل.

هغه وخت دغه اصلاحات ډیر بريالي شول او یوه نوي نسل ته یې نوې هیلې ورکړې. هغه وخت پر اقتصادي کړکیچ سربیره هم د آلمان بر خلاف په امریکا کې دیموکراسي خپلي ودې ته دوام ورکړ.

ورک شوی نسل

اوس هم په نړۍ کې وضعیت هماغه وخت ته ورته دی. اوس هم په اروپا کې د هرو هغو څلور کسانو له ډلې څخه چې تر ۲۴ کلونو کم عمر لري، یو تن یې بیکاره دی. په یونان او هسپانيه کې بیا وضعه تر دې هم خرابه ده. په دغو هیوادونو کې بیا له هر دوو ځوانانو څخه یو تن یې بېکاره دی. په اروپا کې اقتصادي او مالي کړکیچ یو بشپړ نسل بې هیلې کړی دی.

په هره اندازه چې په یوه هیواد کې د سپما ډیر پروګرامونه عملي کیږي، په هماغه اندازه په دغو هیوادونو کې د زده کړې سکتور ته لږ پیسې بیلیږي، د کار لږ زمینه ځوانانو ته مساعديږي او د مصرف کچه راکښته کيږي. دا ټول په دې معنی دي چې د سپما د پروګرامونو په عملي کیدو سره د وظیفو شمیر هم راکښته کيږي.

په اروپا کې ځوانانو د ښو زده کړو د ترلاسه کولو له پاره ډیر زیار ایستلی دی، خو اوس د دغه زیار پایلې نه شي لیدلای او د هیلې کوم څرک هم نه ویني. دا یو ورک شوی نسل دی. داسې یو نسل چې په اروپا کې پر موجود ټولنیز او سیاسي نظام باندي نور باور نه لري. دا په داسې حال کې ده چې دغه نظام بیا ادعا کوي چې د بې وزلۍ او د خلکو د ګوښه کولو پر ضد د خپلو وګړو څخه ساتنه کوي.

د دويچه ويله د خپرونو مشره مېرمن اوته شيفر
د دويچه ويله د خپرونو مشره مېرمن اوته شيفرانځور: DW

ډیر شمیر ځوانان اوس له اروپايي ټولني څخه «ناهیلې» دي. اروپايي ټولنه د هغوی په نظر کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. او دغه موضوع دا پوښتنه راولاړوي چې آیا د اروپايي ټولنې دغه بڼه به په راتلونکې کې هم پاته شي او که نه. له همدې کبله د دغه شان یوه شک پیدا کیدل د دې له پاره چې باید هر څه ژر د ستونزو د حلولو په موخه اقدام وشي او یوازې پلانونه جوړ نه شي، یو ډیر ښه دلیل دی.

خبره د اروپايي ټولنې د اعتبار په اړه ده

د پاریس د «کار زمينه برابرولو» په غونډه کې ټولو ګډونوالو پر دې موضوع باندي سره موافقه وکړه چې اروپايي ځوانان ژر تر ژر کار او لیدلوري ته اړتیا لري. دا هغه څه دي چې د New Deal (نوي پلانونه) اصطیلاح یې باید د اروپا له پاره ترلاسه کړي. خو اوس مهمه خبره دا ده چې نوي پلانونه باید اروپايي ځوانانو ته ژر او په موثر ډول ورسیږي. اوس نو خبره یوازې د پیسو او کار په اړه نه ده.

په سویډن کې وروستیو رامنځ ته شویو شخړو دا خبره روښانه کړه چې په هر ځای کې چې «څنډي ته شړل»، بیکاري او د ښې راتلونکي تمه موجوده نه وي، نو هلته تاوتریخوالی هم رامنځ ته کیدای شي. په دغه وخت کې نو بیا د دیموکراسۍ د ناکامۍ له پاره لاره هواریږي. دغه موضوع په اروپا کې په ټاکنو کې د لږو ځوانانو له ګډون څخه ثابتیدای شي. په دغه شان شرایطو کې د رادیکالو مفکورو د خپریدو له پاره لاره هواریدای شي. سړی کولای شي چې د هنګري بیلګې ته وګوري.

که اروپايي ټولنه په یوه بشپړ نسل [اوسنی ځوان نسل] باندي سترګې پټې کړي، نو په تدریجي ډول د اروپايي ټولنې د رامنځ ته کیدو مفکوره چې د عدالت او آزادۍ پر اساسي مفکوره وه، او همداراز پر دې مفکورې استواره ده چې د دغي ټولني په بیلابیلو برخو کې د کار مساوي چانسونه موجود دي، له نظره وغورځول کیږي. د اروپايي ټولنې د رامنځ ته کیدو هدف د داسې یوې قارې رامنځ ته کیدل دي چې په ټولو برخو کې وده موجوده وي. خو اوس د دغې قارې په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ او هوسایي بیلابیلې کچې موجودې دي.

دغه موضوع نه یوازي اوسنیو اروپايي ځوانانو ته اهمیت لري، بلکي په ټولیز ډول د آروپايي ټولني له پاره یوه مهمه خبره ده. دا ډیره مهمه خبره ده چې د اروپايي ټولني اعتبار باید بیرته اعاده شي او دغه پیغام یو ځل بیا ټولو ته ورسول شي چې دغه ټولنه راتلونکې لري. که په لنډه توګه وویل شي نو اوس د عمل وخت رارسیدلی دی.

ټاکنیز کمپاینونه

د فرانسې په غونډه کې یوازي ژمني وشوې، خو مهمه خبره دا وه چې دغه ژمنې د اروپايي ټولنې لوړپوړو سیاسي مشرانو په یوه غږ وکړې. په دغه غونډه کې آن د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شويبله، او د هغه فرانسوي سیال هم ګډون کړی وو. اوس اروپایي ټولنې د کار د زمینو د برابرولو په برخه کې تر۲۰۲۰ کال پورې خپله بودجه له شپږ میلیاردو یورو څخه ۶۰ میلیاردو ته لوړه کړې ده. آلمان او فرانسې پر دغي موضوع باندي سره یوځای کار کاوه، دا هغه څه دي چې د اروپايي ټولنې د اوسني مالي کړکیچ پر مهال ډیر نه تر سترګو کیږي.

خو هغوی اوس د یوځای کیدو له پاره ډیر ښه دلایل لري. د فرانسې اوسنی حکومت خپل ځان د کارګرانو مدافع بولي او په آلمان کې هم په راروانه سپتمبر میاشت کې ټاکني ترسره کیږي، نو له دې کبله د بېکارۍ پر موضوع باندي کار کولو د دواړو هیوادونو له پاره ډیر اهمیت لري.