1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د پاريس بريدونه، د اروپا پر ضد د جګړې اعلان

الېکزاندر کوداشېف۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» د پاريس د هغو بريدونه پړه په غاړه واخيسته، چي پکښي تر ۱۲۰ زيات انسانان ووژل سول. د ډويچه وېله مدير مسؤل اليکزاندر کوداشېف دغه بريدونه په خپله تبصره کي پر اروپا د جګړې اعلان بولي:

https://p.dw.com/p/1H5oL
Frankreich Trauer
انځور: Reuters/Ch. Hartman

د نوامبر ۱۳مه نېټه به د تاریخ په کتابونو کي ځای پيدا کړي. دغه ورځ د فرانسې، اروپا او لوېديځ له پاره يوه توره ورځ ده. د نړۍ د تر ټولو ښکلي ښار پاريس پر بيلو ځايونو د سازماندهي سوو ترهګر بريدونو تر سره کول د داعش له خوا د جګړې اعلان ؤ. دغه اعلان د اسلامي جهاديزم له خوا د ټولي اروپا پر ضد د جګړې یو اعلان ؤ.

دغه زموږ د ژوند کولو د طرز پر ضد، زموږ پر سياسي او ټولنيز فکر او زموږ د آزادۍ پر ضد د جګړې اعلان ؤ. دغه عمل زموږ اروپايانو له پاره د تعجب وړ دی او په عيني حال کي موږ تر بل هر وخت د فرانسې سره ځان شريک بولو. دغه عمل موږ په غم کړي او حتی په غوسه کړي يو. زموږ د داعش د وژني پر شوق غوسه راځي چي له کبله يې تر ۱۲۰ څخه زیات انسانان قربانيان او ګڼ شمېر نور ټپيان سول.

دغه بريد زموږ اروپايانو پر زړه باندي د تېغ یو ګوزار ؤ. دغه زموږ پر مفکورې او زموږ د ژوند کولو پر طرز يو بريد ؤ. دغه فرانسې د دولت پر ضد يو ګوزار ؤ چي د خپلو اطباعو د څارنې د ټولو امکاناتو باوجوده يې د هغوی امنيت ونه ساتلای سوای. دغه په فرانسه کي د سياسي منظرې پر ضد يو بريد ؤ.

د آلمان ږغ د خپرونو مسؤل مدير، الېکزاندر کوداشېف

هغه په دې وجه ولي چي د دغه بريد وروسته په فرانسه کي د سياسي لېوالتياؤ و ښه حتی توندلاري ښه اړخ ته مايلېدل اوس تقريبا حتمي خبره سوه. فرانسه به ځان تر يوې اندازې له نورو څخه منزوي کړي او له نړيوالتوب څخه به ليري سي. د نوامبر د ۱۳مې د دغه بد حالت له کبله به د فرانسې ښې اړخه ګوند فرونټ ناسيونال زيات مينه وال پيدا کړي. په دې ترڅ کي به ناخوښه ولسمشر فرانسوا اولاند تر ټولو لوی بايلونکی وي.

دغه توره جمعه به اروپا ته تغير ورکړي. دا د هغه باوجوده چي تر اوسه لا هيڅوک نه دی خبر چي د «اسلامي دولت/داعش» دغه بريد کوونکي د کوم هيواد څخه ول. ايا هغوی د فرانسې د ښارونو د هغو باندنيو ناحيو «بانليوس» څخه ول چيري چي بې سرنشوته مسلمان ځوانان خپل د ژوند ورځي سبا کوي؟ ايا دا هغه سيمي دي چي په هکله يې الجزایري ليکوال زانزال په خپل کتاب کي ليکلي دي، چي «په دغو سيمو کي امريت د ږيرورو دی» او دا چي په دغو سیمو کي د فرانسوي او لوېديځ ژوند د طرز پر ضد سخت مخالفتونه موجود دي. که دغه عمل د داعش د داسو کسانو له خوا تر سره سوی دی چي له عراق او يا سوريې څخه په پټه راغلي او په پاريس کي يې دغه بريد تر سره کړی دی؟ ايا دغه راغلي پناه غوښتونکي ول؟ دغه موضوع به په اروپا او آلمان کي د پناه غوښتونکو پر موضوع و روان بحث ته لا زیات تقويت ورکړي.

د نوامبر ۱۳مه نېټه د بې وسۍ يوه ورځ ده. دغه ورځ د يوې خپسکي په څېر پر فرانسویانو او اروپايانو پرته ده. دغه د ستخ کېدو او بې هدفه به غوسه کېدو یوه ورځ ده. خو دا هغه ورځ هم ده چي د اروپا د ستري وچي آزاديپالې ټولنې يې په هکله په فخر ويلای سي: موږ به خپل د ژوند طرز ته تغير ورنه کړو. دا هغه ورځ ته چي بايد ورباندي څوک په سړه سینه فکر وکړي او دې نتيجې ته ورسيږي چي څوک چي د تېښتي د لاملونو مخه نيول غواړي، مجبوره دی چي د اسد او داعش پر ضد جګړه وکړي. د داعش له خوا د اروپا او لوېديځ پر ضد د جګړې دغه اعلان يادو اړخونو ته بله لاره نه پرېږدي، بېله دې چي پر ضد يې جګړه وکړي.