1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د پاکستاني افراطيانو مکارانه پلان

۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

که څه هم په لاهور کي د ځانمرگي بريد هدف عیسویان ول، خو مسلمانان اغیزمن سول.د دويچه ويله د افغانستان او پاکستان د برخي مسئول فلوريان وايگند په نظر په هغه هیواد کي چي یو پارک لا په امان نه وي، خلک به یې نور هم تیت وپرک سي.

https://p.dw.com/p/1IKvn
په لاهور کي د چاودني سيمه
انځور: Getty Images/AFP/F.Naeem

که سړی د قاتلانو توهین آمیزه نظریات تعقیب کړي، بیا نو په لاهور کي برید یوه رسوايي ده. هغوی غوښتل، د عیسوي ایستر اختر د یکشنبې مهمه ورځ خرابه کړي، کله چي یې د لاهور د ملیوني ښار پریو پارک باندي حمله وکړه. تر پيښي یوه ورځ وروسته د قربانیانو مؤقتي بیلانس په دې ډول وو:۷۰ کسان ووژل سول، چي پکښي لږ تر لږه یې ۲۶ کوچنیان ول. خو د قاتلینو په نظر عیسویان خو پکښې ول. دغه رپوټ د DW خبریال د محل څخه ورکړی دی.

دا چي د لاهور بریدکوونکي ادعا کوي چي غواړي عیسویان له منځه یوسي، بې له دې چي عامه اذهان مغشوش او مکارانه اظهارات وکړي بل شی نه دی. د طالبانو یوې جلا سوي ډلي،چي ددغه برید مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی، اوس نو پر دې حساب کولای سي چي د ټولي نړۍ، خصوصأ غربي اکثریت عیسوي نړۍ توجه خپل ځان ته راواړوي. خو دغه برید یووار بیا وښووله چي دا بې تفاوته ده چي افراطيان کوم هدف تعقیبوي، خو د پيښي اکثریت قربانیان بیا هم مسلمانان وي. که هغه د داعش د کنټرول په ساحه کي وي، یا سوریه، افریقا، اندونیزیا او یا افغانستان او پاکستان کي وي.

فلوريان وايگند
فلوريان وايگند

سړی نه سي کولای له پاکستانه واقعأ د سیکولر قوانینو تمه ولري. مقدساتو ته توهین اوس هم جرم دی او د مرگ سزا ورته ټاکل سوې ده. ډیری پاکستانیان معتقد مسلمانان دي، او له دې سره مشکل نه لري چي عامه ژوند دي یې پر شریعت باندي ولاړ وي. خو دا هم واقعیت دی، چي عیسوي مکتبونه د مسلمان ممتاز قشر له پاره ډیر محبوبیت لري او خپل کوچنیان په هغو کښي شاملوي. د هغوی درسي سویه واقعاً هم ډیره لوړه ده. دا واقعیت هم په داسي یوه ټولنه پوري اړه لري چي ټولنيزه پېچلتيا یې په څو جملو کي نه خلاصه کیږي.

څوک چي تر دغي حملې وروسته ټولنیزي رسنیو ته نظر واچوي، گوري چي تر ټولو مخکي پکښي حیرانتیا حاکمه ده: له اسلام آباد څخه یوه ځوانه مسلمانه د مثال په توگه لیکي چي ټول انسانان د هغې وروڼه دي، يوه بله بیا د پیغمبر حضرت محمد(ص)نقل قول راوړي او وايي چي هغه دغه ډول اعمال د غیر اسلامي اعمالو په توگه ردوي. خو په عین حال کي له ډیري پخوا زماني څخه د اسلامي افراطیت داخلي جریانونه د حکومت او استخباراتو له خوا حمایه کیږي، خصوصاً د کاونډي هیواد افغانستان پر ضد د یوې وسیلې په توگه کارول کیږي. په لومړي سره کي، په اتیامو کلونو کي، کله چی افغانستان کمونيسټي حکومت لاره او د شوروي پرضد د هر ډول وسیلې استعمال جایز وو، حتی امريکا متحدو ايالاتو لا ملاتړ کاوه. خو اوس نو پاکستان په اسانۍ سره له دغه حالت څخه نه خلاصیږي .په تیرو کلونو کي ډیر نظامي عملیات تر سره سول، خو بریدونو نور هم زور واخیستی.

په دې دلیل نو ددې تمه هم کیږي چي ډیری پاکستانیان غواړي خارج ته ولاړ سي او هلته خپل ژوند جوړ کړي. هغه څوک طالع مند دی چي په اماراتو یا اروپا کي تحصیلي بورسونه او یا د کار کولو امکانات پیدا کړي. ممتاز او تحصیل یافته قشر پخوا لا له دغه امتیازه گټه اخیستي ده او هغه کسان چي دغه امکانات نه لري، شاید دا فکر وکړي چي آیا د یونان د ایدومیني کمپ غوندي ځای کي ژوند کول تر هغه ښه نه دي چي له ټولي کورنی سره په یوه تفریحي پارک کي له منځه ولاړ سي؟