1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: طالبان نور د پوځیانو او دیپلوماتانو توپیر نه کوي

۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعه

طالبانو په مزارشریف کې د آلمان پر قونسلګرۍ باندې په برید سره په اول وار آلماني دیپلوماتان په نخښه کړي دي. د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر فلوريان وایګند په اند دا د افغانستان په جګړه کې د بدلون ټکی دی.

https://p.dw.com/p/2SYXn
Afghanistan Explosion in der Nähe des deutschen Konsulatsbüros in Mazar-i-Sharif
انځور: Reuters/A. Usyan

طالبانو ولې په مزارشریف کې پر آلمانیانو باندي برید وکړ؟ او ولې دغې ډلې د آلماني ځواکونو پر ځای پر آلماني دیپلوماتانو برید وکړ؟ پخپله یاغیانو دغې پوښتنې د جمعې په ورځ سهار ځواب ووایه. د طالبانو په خبره برید یې د کندز ولایت پر یوه کلي باندې د امریکا د یوې حملې د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی. یاغیان ادعا کوي چې امریکایي ځواکونو دغه برید د آلمانیانو د معلوماتو پر اساس ترسره کړی دی.

دا کیدای شي د طالبانو پروپاګند وي، لکه د هغه انځور په شان چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په نوم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو او ادعا شوې وه چې هغه د «درون» په واسطه اخیستل شوی. خو کله چې سړی انځور ته ځیر شي، نو ښکاري چې هغه د ګوګل مپس له انترنتي پاڼې اخیستل شوی دی.

خو که د کندز په اړه د طالبانو ادعا سمه ثابته شي، نو دا موضوع به په آلمان کې د کندز د وضعیت په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي.

له امریکا متحدو ایالاتو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو، تر دې مخکې هم آلماني عسکر له ګواښونو سره مخامخ کړې دي. د ۲۰۰۹م کال په سپتمبر میاشت کې د آلمان د پوځ ډګروال جورج کلاین، له یوې امریکایي الوتکې وغوښتل چې د تیلو هغه ټانګر په نخښه کړي چې طالبانو تښتولی وو. په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر۱۰۰ ډیر ملکیان ووژل شول. خو په کندز کې د امریکايانو وروستی برید یو څه متفاوت وو.

داسې ښکاریدل چې طالبان د ملکي کسانو په کورونو کې پټ شوي وو او له هغوی څخه یې د انساني ډال په توګه کار اخیست. خو په برید کې یووار بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ ملکي وګړي ووژل شول. د برید یو قرباني د زانګو یو ماشوم هم وو.

د دويچه ويله د افغانستان د څانگي مشر فلوريان واگند

دا چې دغه مهم خو حساس جزئیات به د افغانستان د جګړې په اړه د آلمانیان په بحث کې کوم نقش ولري، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده. خو په لاس کې شواهد ښيي چې د افغانستان په جګړه کې د لومړي ځل له پاره آلماني ملکیان، نه آلماني پوځیان، تر اغېزې لاندي راغلي دي. طالبانو په مزارشریف کې د آلمان پر قونسلګرۍ باندې په مشخصه توګه د کندز د بمبارۍ د غچ اخیستلو په موخه برید کړی وو. د ۲۰۰۹م کال په جنوري میاشت کې هم په کابل کې آلمان سفارت ته نزدې یو ځانمرګی برید وشو. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دې برید هدف په سیمه کې د امریکایانو یوه ودانۍ وه او که د آلمان دغه دیپلوماتیکه اداره.

په مزارشریف کې د پنجشنبې تر برید وروسته، دا روښانه شوې ده چې طالبان نور د نړیوالو ځواکونو او بهرنیو دیپلوماتانو تر منځ توپیر نه کوي. یاغیان اوس دیپلوماتیکو استازو ته د ناټو د اجنتانو په سترګه کوري چې د پوځي اهدافو په موخه کارول کیږي.

د امنیتي ځواکونو د ښه کار او یو څه ښه بخت له کبله، د طالبانو په وروستي برید کې آلماني دیپلوماتانو ته زیان نه دی رسیدلی خو دغي پیښي ځيني ډېري جدي پوښتنې راپورته کړي. برلین باید په دې اړه چې په افغانستان کې یې د ځواکونو ماموریت څرنګه پر مخ بیول کیږي، ډیر واضیح واوسي. پر آلماني دیپلوماتانو تر برید وروسته، ایا موږ کولای شو پر آلماني مرستندویه سازمانونو باندي د بریدونو امکان رد کړو؟

مزارشریف له ډیر وخت راهیسې د افغانستان یو له امنو ښارونو څخه شمیرل کیږي او همدااوس له آلمان څخه افغانستان ته یو شمیر ستنیدونکي کډوال هم همدغه ښار ته استول کیږي. آلمان د دې ښار له ودې سره ډیره مرسته کړې، په ښار کې ښوونځي او روغتونونه جوړ شوي او له ځایي چارواکو سره د آلمانیانو اړیکي هم ډیري ښې دي.

د تیرې ورځې د برید ډیری قربانیان افغانان ول. تر سلو پورې ځایي اوسیدونکي د برید له کبله ځکه ټپیان شول چې هغه د ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې رامنځ ته شوه. که په افغانستان د آلمان قونسلګرۍ چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي، خوندي نه وي، نو کوم ځای به خوندي وي؟