1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: هند او پاکستان د دايمي لانجې په منګولو کي

۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

د هند او پاکستان دواړه اتومي ځواکونه تل په لانجو کې سره ښکېل وي. حکومتي مشران يې د پخلاينې هڅه کوي، خو د فلوريان وايګن په اند استخبارات، پوځ او مذهبي تندلاري يې دغه بهير تل له خنډ سره مخامخوي. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1IOfM
انځور: Reuters

لومړی به د تېرو اوونيو سرټکي سره پرتله کړو: د هند لومړی وزير، نارندرا مودي، له بارک اوباما سره په واشنګټن کې سلا مشورې کوي او بيا د رسنيو په ګډون د بروکسل د بريد صحنې ته ورځي. په پاکستان کې بيا عيسويان د عيسوي اختر يا ايستر د مراسمو په ترڅ کې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي ښکار ګرځي. اسلامپاله تندلاري په پلازمېنه کې مظاهره کوي او له يوه په دار ځړول شوي قاتل څخه شهيد جوړوي.

نوموړي يو لوړپوړی سياستوال وژلی وو چې غوښتل يې په پاکستان کې مقدساتو ته د توهين قانون (توهين رسالت قانون) له منځه يوسي. هند په څرګند ډول دغه سيالي ګټي. که رښتيا ووايو، نو موږ ټول په لېوالتيا سره هند ته د باليووډ د رنګين ټاټوبي په سترګه ګورو، چې د اشرامونو يعنې د رياضت له مرکزونو او سپېڅلو خلکو ډک دی او چېرته چې اقتصاد هم په درز پرمختګ کوي.

پاکستان بيا له تيارو انځورونو، د افراطيت له رډو سترګو، ترهګرۍ او تندلارۍ سره تړو. دغه دواړه انځورونه په اصل کې سل په سلو کې غلط هم نه دي، خو هغه ډېر ساده دي. ځکه چې په حقيقت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د بېلتون پر ځای زيات ورته والی وجود لري: پخلی، کالي، رسمي ژبې او ډېر شمېر عنعنات سره ورته دي، حتی تقريبا يو شان هم دي، د پولې دواړو خواو ته ډېر ځله عين کورنۍ هم اوسيږي. په نيمه قاره کې د په ميليونو انسانانو له پاره يوه ښه بېلګه فلمي ستوری، شاهرخ خان دی: دغه په لويديځ کې هم تر ډېره مشهور شوی فلمي لوبغاړی او اداکار په هند کې په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی دی او رېښې يې پېښور ته رسيږي، چې په ننني پاکستان کې موقعيت لري.

د تاوتريخوالي تاريخ

خو دغه دوه هېوادونه يوه ګډه منفي سابقه هم لري: له بريتانويانو څخه په ۱۹۴۷ کال کې تر خپلواکۍ اخيستلو وروسته تاريخ له تشدده ډک دی. د مهاتما ګاندهي د عدم تشدد پروژه له اول سره ناکاکه وه. د مسلمانانو مشر، محمد علي جناح، د «سپېڅلو يا پاکانو هېواد» يعنې پاکستان له په ميليونو هندوانو څخه په جلا کېدلو سره د مسلمانې لږکۍ د ټاټوبي په حيث اعلان کړ.

هندوان له پاکستان څخه وشړل شول، مسلمانان له هند څخه وشړل شول. دواړو خواو ته خورا ډېر ظلمونه تر سره شول. بله د کشمير مسئله ده: هلته يوه هندو مذهبه مشر د مسلمان اکثريت په سر حکم چلاوه او له هند سره يو ځای کېدلو ته يې رايه ورکړه.نن سبا کشمير وېشل شوی دی او د پر له پسې شخړو اصلي سنګر دی. هند او پاکستان څلور جنګونه سره کړي دي، چې په يوه کې پاکستان په ۱۹۷۱ کال کې په ختيځ کې پرته خپله بېرونۍ خاوره له لاسه ورکړه ، يعنې نننی بنګلادېش. دغه ناوړه پېښې تر ننه پورې د هند او پاکستان د بېلو دريځونو توجيه ده. دواړه هېوادونه نن سبا اتومي ځواکونه ګرځېدلي دي، هغه داسې يو ګواښ دی چې د سره نژدې کېدو او پخلاينې بهير يې يوه مهمه اړتيا ګرځولې ده. دغه حقيقت دواړو حکومتي مشرانو، يعنې ناريندرا مودي په نوي ډهلي او نواز شريف په اسلام آباد کې درک کړی دی چې د پخلاينې له احتياطه ډکه پروسه مخ ته وړي. دواړه اقتصاد ته هم ګوري، دواړه تاجران دي او د تقريبا يو نيم مليارډو خلکو ګډ بازار ته هم ګوري.

آيا دا د راتلونکي يو لرليد دی، چې د دوو عملي کسانو له خوا سم سنجول شوی دی؟ اوسمهال داسې نه برېښي. ځکه چې کله چې دواړه يو بل ته لاس ورکوي، په پر له پسې توګه په ناڅاپي ډول لکه د پېريانو د لاسه چې وي خنډونه ايجاديږي. په دې وروستيو کې ترهګرو د هندي پوځ په يوې اډې باندې يرغل وکړ، چې سمدلاسه د پاکستان پر آي اس آي استخباراتي ادارې باندې د اصلي طراح په توګه پړه واچول شوه. په روانه اوونۍ کې داسې راپورونه رابرسېره شول چې له مخې يې د هند استخباراتي اداره د پاکستان په بلوچستان آيالت کې د خپلواکۍ غوښتونکو جنګياليو څخه ملاتړ کوي. په تېره بيا د پاکستان په پوځي کړيو کې دغه لېوالتيا کمه ليدل کيږي چې د ګواښونو فضا دې پای ته ورسول شي. پوځ د ګواښ د دوامدارې فضا څخه ژوند کوي، چې مخالف هېواد يې د پاکستان ضد ډېر قدرتمن ګاونډی مملکت دی.

پرته له اصلي دښمن يعنې هند څخه به دا خبره منطقي نه وي چې اوسنی ستر پوځ په دې ډول وساتل شي. خو پوځ تر اوسه پورې په هېواد کې تر ټولو ستر کار ورکوونکی هم دی، چې روغتونونه او ښوونځي چلوي، د سرتېرو کورنۍ د کانټونمنت په نوم په جلا استوګنځايونو کې اوسيږي. په دغو استوګنځايونو کې د ژوند سطح داسې جګه ده چې يوازې د پاکستان شتمن لوړ قشر يې هم لري.

د مذهبي افراطيت ډېرېدنه

هند او پاکتسان له بده مرغه يو بل ګډ ټکی هم لري، چې د دواړه هېوادونه د بېلتون سبب ګرځي، نه د پيوستون: د پولې دواړو خواو ته مذهبي افراطيون په وار وار لا پسې پياوړي کيږي. اسلامپاله ترهګري په پاکستان کې دننه او دباندې په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې ده. خو د هند لومړی وزير مودي هم له هندو مذهبه افراطيانو سره مخامخ دی.

د ده ستونزه دا ده چې دی خپله د هغوی په مرسته قدرت ته رسېدلی دی. او نواز شريف په پاکستان کې هم اسلامپاله تندلاري په کنترول کې نه شي راسوتلی. افراطيان له دې څخه ګټه اخلي چې اسلام د دغه هېواد د تاسيس په اصلي ايډيالوژۍ پورې اړه لري.

خو د روانې لسيزې په پای ته رسېدلو سره به په هند کې د پاکستان په نسبت زيات مسلمانان ژوند وکړي، چې په دې سبب د هويت يو بحران اوس مخې ته پروت دی. اندېښنه دا ده چې افراطيان به د پاکستان د موجوديت دغه سوال په خپل ډول ځواب کړي. هغوی به د خپل «پاک هېواد» څخه وغواړي ټول غير اسلامي شيان وشړي او هغه د عقيدې يو روڼ منار وګرځوي. هندو ملتپاله ډلې به هم په هند کې هڅه وکړي چې د مذهب مزي د ډېرېدونکي مسلمان اقليت په وړاندې ټينګ کړي. دا د عملي خلکو له پاره ښه وختونه نه دي او دا په داسې حال کې ده چې افراطيان د اتومي وسلو د ويشتلو تڼيو ته په اندېښمنونکي ډول آسانه لاسرسی لري.

فلوريان وايګند
فلوريان وايګند