1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ترور چې ټولو ته ځیر دی

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

له اوږدې مودې په آلمان کې د یوې سترې حملې ویره موجوده وه. اوس دغه حمله وشوه. خو د هغې لمن یواځې د برلین وژل شوو کسانو پورې نه محدودیږي. د دویچه ویله د سرلیکوال الکزاندرکوداشیف په نظر «ترهگري به دغه هیواد ته بدلون ورکړي».

https://p.dw.com/p/2UcCE
Deutschland Deutsche und europäische Flagge auf Halbmast in Berlin
آلمان د ویر په ټغر ناست دی - په ټولو عامه ودانیو کې بیرغونه نیمه ځوړند لوړ کړای شوي دي.انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د برلین حملې آلمان ته ټکان ورکړ او سخت یې وښوراوه.  ۱۲ انسان ووژل شول او تقریبا ۵۰ نور ټپیان شوي دي چې د ځینو وضعیت ډير ناخوال دی.  دغه حمله، دغه  ترور ټول هیواد ته ، یو آزادې ټولنې او بالاخره د آلمان ژوند ته ځير کړای شوې وه. او هغه په حقیقت کې یو ځانگړي سولیز سمبول ته: د کریسمس د جشن او لمانځنو بازار چې د مسیحې میلاد په اونیو کې ملیونونه خلک ترې لیدنه کتنه کوي، نه یواځې آلمانان، بلکه د نړې بیلابیل وگړي چې  غواړي پرته له کومې اندیښنې او ویرې د ژمې په دې سړو کې د کریسمس د خوشحالۍ شیبې یو بل سره تیرې کړي او د خپل ژوند ورځنی ستړیا او فشار هیر کړي. 

ترور چې ټولو ته ځیر دی

 دغه حمله، دغه قاتلانه ترور په دې وجه مونږ ټولو ته ځير دی، چې مونږ غواړو آزاد او پرته له اندیښنې ژوند وکړو. دا د آزادې لپاره زمونږ د غوښتنو پرضد له وحشت او بربریت څخه ډک یو عمل دی. نو له دې امله د برلین ترور آلمان ته بدلون ورکوي. مونږ نور د نړیوال تروریزم تر نښې لاندې نه یو، هغه څه چې تر اوسه پورې ترې خبرې کیدلې، بلکه مونږ اوس د تروریزم قربانیان یو، لکه بریتانویان، فرانسویان، هسپانویان، اسرائیلیان، امریکایان او د نور خلکو په څير.

Kudascheff Alexander Kommentarbild App
د دویچه ویله سرلیکوال الکزاندر کوداشیف

نو له دې امله دا فرق نه کوي چې آیا  دغه عمل، له روحي لحاظه د یوه لیوني، د یو انفرادي قتل ته تږي  وحشي وگړي او یا د یوې ډلې چې د بنسټ پالنې پسمنظر لري، له خوا تر سره شوی وي. په هرصورت هغه پر یوې آزادې ټولنی تیری ؤ. هغه د کریسمس د جشن پر یو بازار باندی له حملې سره د مسحیت پر سمبول تیری ؤ، هغه یو سمبول چې د آلماني او اروپايي رسم او هویت څرگندونه کوي.

صدراعظمه حق په جانبه ده: دا د آلمان لپاره یو ډيره سخته ورځ ده. او هغه سړی احساس کولای شي. البته په تیرو کلونو کې په آلمان کې ډيرې کوچنې او یا د منځنې کچې تروریستي حملې شوې وې چې د خدای شکر دی د ډيرو مخه نیول شوی ده. خو دا حمله بل ډول وه: هغه  یوه حمله چې د یوې نښانې په توگه گڼله کیږي! هغه یوه نښانه چې د آلماني ټولنې د فکر څرنگوالي ته به بدلون ورکړي. معنی دا چې: د نه شکایت درلودلو او ډيري وخت د نه اندیښنه درلودلو احساس به کوچنی کړای شي.  مونږ د ژوند آزادې ته ژمنه لرو، هغه یوه آزادي چې مونږ یې نه غواړو د ترور له ویرې یې له لاسه ورکړو، خو دغه سخته ژمنه شوې آزادي اوس د یوې ژورې ناباورې احساس په وړاندې کمزورې کیږي. آلمان به د ناباوری احساس وکړي او ښايي ناباوره شي.

آیا د دې پیښې په تعقیب به سیاسي زلزله رامنځ ته شي

دا پیښه به هغه وخت سیاسي زلزله رامنځ ته کړي چې ثابته شي چې د دې حملې عامل یو مهاجر دی.  هغه یو انسان چې دلته یې د حفاظت په لټه کې شوې او دلته یې د پناه خواست کړی دی. هغه یو انسان چې دی هیواد بیرته استولی نه دی. که چیرې رښتیا هم یو مهاجر وي چې تیر کال آلمان د هغه پر مخ خپل پوله په ډير سخاوت سره پرانیستله، بیا نو د صدراعظمې د مهاجرو سیاست له یو ډير سخت توپان سره به مخامخ شي. بیا به نو د بې وزلو خلکو په وړاندې د ټولنې  پرانیستي غیږ او وړين تندی ډير سخته اغیزمن شي. بیا نو په آلمان کې به هم د ښي اړخو اوناسیونالستي افکارو د بریالیتوبونو بهیر ولمانځل شي. بیا به نو د یوې آزادې او پرانیستي ټولنې غیږ وتړله شي. بیا به نو کورنې سیاسی فضا متحجره شي. بیا به نو آزادي  په کور دننه کې له گواښ سره مخامخه شي.

په دې کې شک نه شته چې په داسې یوه ورځ سړی باید له صبر او ځغم څخه کار واخلي. خو دا به وار په وار سخته وي چې سړی آرام پاتې شي. د دسمبر نولسمې ماښام آلمان ته به بدلون ورکړي. دا چې څومره؟ دا به ولیدل شي.