1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تحقيقاتي رپوټ: د تير کال په پرتله سږ کال جنګونه ډير سوي دي

۱۳۸۷ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د هايدل بيرګ د نړيوالو لانجو تحقيقاتي انستيتوت په خپل نوي نشر سوي رپوټ کي اعلام وکۍ، چي د ټولي نړۍ په سطح په 2008 عيسوي کال کي 30 سخت کړکيچونه او بحرانونه رامنځته سوي دي

https://p.dw.com/p/GHIv
په هلمند کي بريتانوي عسکر د پوځي عملياتو پر مهال
په هلمند کي بريتانوي عسکر د پوځي عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

پداسي حال کي چي د هغو تعداد په 2007 عيسوي کال کي 26 ته رسيدۍ .هغه کړکيچونه چي کيدای سي په جنګونو بدل سي 9 ته رسيږي، چي درې يې تر تير کال اضافه دي.

د روسيې او ګرجستان په جنګ سره ، جنګ اروپا ته هم راداخل سو. او نړۍ اوس تر پخوا غيرمطمينه سوې ده. ددغه رپوټ يوه ليکونکې لوټا ماير، وايي چي موږ تر هغه وروسته چي تيرکال يو لږ سوله ايز کال ؤ، بيرته د پنځو-څلورو کلو مخته وروګرزيدو. د ماير، په عقيده د امريکا د نوي جمهوررييس بارک اوباما په انتخاب سره ممکنه ده چي کړکېچونه او جنګونه راکم سي ،ځکه چي اوباماد بوش په نسبت کوښښ کوي کړکېچونه او تاوتريخوالی د ډيپلوماتيکي لاري حل کی.

خو سربيره پر هغه به د ډير وخت دپاره په نړۍ کي کړکېچونه او جنګونه د امريکا تر رهبرۍ لاندي د جمهوررييس بوش د سياست تر سيوري او اغيزي لاندي وي، هغه سياست چي د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر يې اکثراً د زور څخه کار واخيستۍ .

د جنګونو په جمله کي د PKK دکردي ياغيانو د منع سوي سازمان پر ضد ترکي پوځ عمليات هم شامل دي . په هغه اوه ورځني جنګ کي چي د 2008 عيسوي کال په فبرورۍ کی د ترکي پوځ لخوا د عراق په شمال کي تر سره سو ، د PKK د سازمان 240 غړي ووژل سول .

د رپوټ ليکونکو د سوماليا، د سوډان جنوب دارفور،چاد، پاکستان ،سريلانکا ، افغانستان اوعراق نومونه په هغو ځايو او هيوادو کي شامل کړي دي ، چه هلته جنګونه روان دي .

د روسيې او ګرجستان جګړه
د روسيې او ګرجستان جګړهانځور: picture-alliance/dpa

په هغو جنګونو کي چه د لږ وخت دپاره دوام کوي ، او خصوصآ د يوه منظم جنګ ياکړکيچ وروسته رامنځته کيږي ، په هغو کي مقابل طرف او بيګناه کسانو ته نور هم ډير تاوانونه رسيږي . دغه ډول جنګونه د ګرجستان او روسېې تر پنځه ورځني جنګ وروسته دوه واري رامنځته سوي دي .

د بله طرفه په همدغه جنګونو اوکړکيچونو کي د يوه بل رپوټ پر اساس چه هغه هم په دوشنبه د PEC په کلني رپوټ کي نشر ته سپارل سوی دی ، ډير ژورنالسټان وژل سوي دی . خو د وژل سوو ژورنالسټانو تعداد بيا د تير کال په نسبت 14 فيصده راکم سوی دی،چه د هغه دليل هم په عراق کي دوضع د نسبي ښه کيدلو سره تعلق پيدا کوي ،چيري چه تير کال 50 ژورنالسټان وژل سوي دي . خو برعکس په مکسيکو ، پاکستان،فليپين او روسيه کي وضع د تشويش وړ ده .

ددغه رپوټ پر اساس د 15 ژورنالسټانو په وژل کيدو سره اوس هم عراق تر ټولو خطرناکه ، چه وروسته مکسيکو د 9 ژورنالسټانو ، او د افغانستان- پاکستان سرحدی سيمو کي د 8 ژورنالسټانو په وژل کيدو سره په ترتيب سره دوهم او دريم خطرناکه هيوادونه او سيمي دي .

په 2008عيسوي کال کي په 32 هيوادو کي 95 ژورنالسټان د خپلو وظيفو پر مهال وژل سوي دي ، او د ژورنالسټانو تښتول خصوصأ په افغانستان، سوماليا، د غزې په تراډه،کانګو او عراق کي مخ پر زياتيدو دي .