1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: دايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کي ملکي کسان وژل سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱۲, جمعه

پرون دافغانستان شمال ختيځ ولايت تخارد رستاق په ولسوالۍ کښي داتيلاف دهوايي بمباريو په نتيجه کښي 10 کسان وژل سوي او 2 نورټپيان سوي دي

https://p.dw.com/p/P3oq
دتخاروالي عبدالجبارتقوا
دتخاروالي عبدالجبارتقواانځور: DW

دتخارولايت چارواکي د بمبارۍ قربانيان ټوله ملکي کسان، اويو ددغه ولايت د ولسي جرګې کانديد عبدالواحد خراساني بولي چي دچارواکو په وينا دتخار دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ څخه درستاق ولسوالي ته روان ؤ .

دايتلاف په خبرپاڼه کښي بيا راغلي دي چي دوی ددغوکسانو په منځ کي دازبکستان داسلامي تحريک يو مهم غړیاودتخارپه ولايت کښي دطالبانود خوا دولايت مرستيال په نخښه کړی او وژلي دي .

خودتخاروالي عبدالجبارتقوا دايتلافي ځواکونو دغه خبره چي ګواکي دو‌ژل سوو کسانوپه منځ کي دطالبانو دوالي مرستيال او دازبکستان داسلامي تحريک مشرشامل وه، رد کړيده او نن يې په تخارکي په يوه خبري ناسته کي خبريالاونوته وويل ،

« زه دامسله په کلکه غندم ، داهغه مسله ده چي يوه فاجعه يې رامنيځه ته کړې ده . دسيمي اوسيدونکي سخت خوابدي دي . دنړيوالوځواکونوفعاليتونه دلته دخلګو تر پوښتنولاندي راغلي دي او ددې پيښي په اړه ماد جمهوررييس سره هم خبري وکړې اوهغه هم دا پيښه وغندله »

دتخاروالي ددغه ولايت امنيت ښه بولي، خو وايي که دايتلاف دځواکونو داډول خپل سري عمليات په دغه ولايت کي دوام وکړي، نو کيدای سي ددغه ولايت امنيت هم دافغانستان دنوروسيموپه ډول خراب سي .

دتخاراوسيدونکي هم په دغه ولايت کي خپل سري بريدونه ردوي. دتخارولايت يوتن وسيدونکی زلمیپه دې هکله داسي وايي ،

«زه نه يوازي د يوه افغان او تخاري په صفت دغه عمل غندم ، بلکه د نړيوالي ټولني، ايتلافي ځواکونو، او د افغانستان د حکومت څخه دا غواړم ، چي که چيري دوی خپل مخالفين په نخښه کوي ، بايد په هغه کي ډير دقت وکي او د افغاني ځواکونوسره په هماهنګۍ سره دغه عمليات تر سره کي ، تر څو د ملکي کسانو د وژلو سطح راکمه سي . »

ضياالحق دتخارولايت بل تن اوسيدونکی دی او وايي ،

«دا ګرده بيګناه کسان وه ، دا ډيره آرامه سيمه وه او هلته هيڅ وخت جنګ ندی پيښ سوی ،په دې پيښه کي يوازي ملکي خلګ وژل سوي دي ، زه دغه عمليات په جدي ډول سره غندم . »

دتخارولايت چارواکي داهم وايي چي دغه بريد ددوی د مشورې اوخبرولوپرته ترسره سوي دی .

دا اوله پلا ده چي په تخار کي دالوتکوپه بمباري کي ملکي کسان وژل کيږي.

احمد يما شيرزاد

کتونکی : محمد قاسم نوري