1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترامپ او کلنتن په نورو ایالتونه کي هم مخکښ دي

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ له پاره د نوماندي په ګوندي سیالیو کې د جمهوري غوښتونکو په ډله کې دونالد ترمپ په درو نورو ایالاتونه کې هم مخکښ دی. په دیموکراتانو کې بیا هیلري کلنتن په څلورو ایالتونو کې تر خپل سیال مخکې ده.

https://p.dw.com/p/1IDwI
انځور: Getty Images/J. Raedle

د جمهوري غوښتونکو کانديدانو له ډلي څخه بل نوماند مارکو روبیو، خپل کمپاین درولی دی. په دې ترتیب سره نو د جمهوري غوښتونو له خوا په راتلونکې کې ولسمشرۍ ته د کانديدانو په سياليو کي د دونالد ترمپ ترڅنګ، تید کروز او جان کیسیش ولاړ دي.

سناتور مارکیو روبیو تر هغه وروسته له سیالیو ووت، چې په خپل ايالت فلورادا کي دونالد ترمپ ځني، دمخه شو.

روبیو له سیالیو څخه د وتلو پریکړې د اعلانولو پر مهال خپلو پلویانو ته وویل: «له نن شپې وروسته، اوس روښانه ده چې که څه هم موږ پر سمه لار روان یو، خو سږ کال به موږ ګټونکي نه یو.»

خو د جمهوري غوښتونکو بل کانديد جان کیسینش، چې تر دې مخکې یې په ډېرو لږو ایالاتونو سیالي ګټلې وه، په اوهایو ایالت کې ټول ۶۶ استازي خپل کړل او په دې سره نوي هیلي رامنځ ته شوې دي چې دونالد ترمپ به و نه شي کولای چې د جمهوري غوښتونکو کافي استازي خپل کړي. د جمهوري غوښتونکو د ګوند لوړپوړي چارواکي له دونالد ترمپ سره پر ډیرو مسایلو توافق نه لري او نه غواړي چې هغه یې په ټاکنو کې د ګوند استازیتوب وکړي.

ترمپ په فلورادا، شمالي کلورانا، او ایلینوس ایالتونو کې سیالي ګټلي دي. په میاري ایالت کې بیا د تید کروز او دونالد ترمپ پایلې ډیري سره نزدې دي.

د دیموکراتانو په ډله کې هیري کلنتن له خپل سیال برني سندرس، څخه لا په ډېرو ایالتونو کې مخکښه ده او په دې ترتیب سره د دیموکراتانو له خوا په ټاکنو کې کانديدو ته لا نزدې شوې ده.