1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تراووکالو وروسته نور بايد د ګوانټانامو محبس ډيرژر وتړل سي

۱۳۸۷ دی ۲۳, دوشنبه

د ګوانټانامو اوه کاله پوره کيږي اودهغه اته سوو انسانانو دپاره چي د 2002 م مېلادي کال راهيسي يې د بندي په حيث دلته وخت تېر کړی وي، دهغو دپاره نور دګوانټانامو یوه ورځ لاډېره اوږده ده .

https://p.dw.com/p/GWVi
دګوانټانامو محبس
دګوانټانامو محبسانځور: AP

دغه بندي خانه کي چي په کيوبا کي د امريکايي پوځ په يوه قرارګاه کي ځای پر ځای سوېده، لا تر اوسه دوه نيم سوه کسه بنديان دي . دغه بنديان نه خو د وکيل حق لري او نه هم تر اوسه ورباندي محکمه جوړه سوېده . په دغو بنديان کي داسي کسان هم سته چي د اتلس کلنۍ څخه په کم عمر دلته راوستل سوي وه، او په يوه داسي زندان کي بنديان دي، چيري چي د وړ انساني وضعيت او شکنجو حد يو وخت لا تر شا پرېښوول سوی دی .

د اوو کالو راهيسي دګوانټانامو زندان د لوېديزي ډيموکراسۍ او دغربي مورالي ارزښتونو دپاره داسي يوه ټپله اود شرم خبره ده، دکومې له وجې چي پر غرب باندي اعتبار کم سوی دی . هغه پټ زندانونه د کومو څخه چي بنديان ګوانټانامو ته راوستل کېدل يوازي په افغانستان کي نه، بلکه په ډيرونورو هيوادونو کي هم موجود وه . لکه څنګه چه د اروپايي شورا غړی ډيک مارټي وايی پدغو هيوادوکي پولينډ او رومانيه هم راځي . لږ تر لږه شپږ نور اروپايي هيوادونه چي پکښي اټاليه، سوېډن، مقدونيا او بوسنيا هم راځي، د بنديانو په انتقالولو او پټو زندانونو په منځ ته راتلو کي يې لاس درلودۍ . امريکايانو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کي په غيرمستقيم ډول الماني او برطانوي امنيه چارواکي هم تورن دي .

دګوانټانامو محبس ته د يوه بندي بيول
دګوانټانامو محبس ته د يوه بندي بيولانځور: AP

د اووکالو راهيسي په ټوله نړۍ کي مطلق العنانان اوديکتاتوران د خپلو مخاليفينواو بل نظر درلودونکو انسانانو سره په چلند کي د هر ډول قيداو بسته خلاص دي . پردې سربيره د هيوادونو داسي استازې مخ پر لږېدو دي چي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په کمېټه کي دغو بې انصافيو ته ګوته ونيسي ،او پدې ډول دغو بې عدالتيو او وحشت ته د پای ټکی کښيږدي .

د ملګرو ملتو هغه خاص رپوټ جوړونکي هم تر فشار لاندي دي چي په ښکاره ډول د بشري حقوقو څخه د سرغړولو څخه سر ټکوي . خو تر کومه وخته چي د ګوانټانامو محبس مجود وي، نور به هم کوښښ کوي چي دهغه څخه په ګټه اخيستلو سره د ځان په ګټه پلمې جوړي کړي .

آيا دګوانټانامو اووکلو نړۍ د ترهګرۍ څخه ساتلې ده؟ ددې پوښتنې جواب منفي دی . ګوانټانامو ترهګري لږ کړې نه، بلکه ډيره کړې يې د ه. په نړۍ واله کچه ډير ځوانان په ګوانټانامو کي د شکنجې ورکولو څخه خوښ نه دي او د تندلارو د ملاتړو شمېر هم ډيرسوی دی .

که څه هم پر قانون د ولاړ هيواد امريکې د بعضو محکمو د پريکړو له مخي د ګوانټانامو د زندان تړل رانژدې سوي ښکاري، خو هغه بايد ژر تر وتړل سي . پداسي حال کي چي نن د ګوانټانامو د زندان د منځ ته راتلو اتم کال پېليږي، بايد د نوي انتخاب سوي جمهوررريس باراک اوباما دپاره ددغه زندان تړل لومړيتوب ولري . نورغربي هيوادونه هم بايد د هغو خنډونو په ليري کولو کي مرسته وکي چي ددغه محبس د بندولو په لاره کي وجودلري . بايد ژر تر ژره ددغه زندان ټولو بنديانو ته بنسټيزه بشري حقوق ورکول سي .

په دغه نړۍ کي د انسانانو دپاره په سوله او ګډه سره ژوندکول يوازي هغه وخت ممکن دی، کله چي هيوادونه د بشري حقوقو تضمين ورکولای سي .

د يوه امريکايي تلويزوني کانال اې بي سي سره دخبرو په ترڅ کي د امريکا نوي انتخاب سوي اولس مشر باراک اوباما ويلي دي چي دی دا امکانات نه ردوی چي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو په ترڅ کي به د بوش د حکومت غړي محکمې ته راکش سي .