«ترجيم لي» د مهاجراو ژباړونکو تر منځ آنلاین اړیکه
۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعهآلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د مهاجرو پر وړاندې د پرانیستو دروازو او امريکا متحده ایالاتو د دونلد ترمپ د مهاجرت ضد سياست ، د مهاجرت اړونده خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی لري. په دې لړ کې تازه وارد شوي مهاجر که هغه په هر هيواد کې وي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، داسې ستونزې چې حتی کله کله په رسنيو کې هم ځاي نه لري. د ستونزو په سر کې د ژبې مسئله ده.
که د مهاجرت لاملونه د سوريې او يا هم د نورو سیمې جگړې وي، که د ترکیې وروستي سیاسي تحولات وي، که د ایران له لوري د ځپلو سياست او يا هم د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې د بې وزلۍ ستونزي وي. خو په ټوله کې چې علت یې هر څه وي فرق نه کوي، خو د تازه وارد شوو مهاجرو له پاره يوه عمومي او ګډه ستونزه لري چې هغه د کوربه هيواد ژبه ده.
په بازار کې د ورځنيو اړتياو رانيول، د يوه آدرس پوښتل، ډاکټر ته تلل او داسې نور په خپل هيواد کې له ورځنیو ساده مواردو څخه شمیرل کیږي خو په پردي هیواد کې د يو تازه راغلي مهاجر له پاره د سختو کارونو په کتار کې راتلی شي.
د امريکا د متحده ايالتونو په کلفرونيا ايالت کې درو امريکايي-عرب ملګرو چې درې واړه د ام آی ټی پوهنتون څخه فارغ شوي دي اوس په دې بريالي شوي دي چې د «ترجيم لي» ويب پاڼه فعاله کړي. د دغې ويب پاڼې له لارې د نړۍ په کچه داوطلبه ژباړونکي مهاجرو سره د مرستو په موخه اړیکي پیدا کوي.
د تکنالوژۍ دغه درې نوښتگر ملګري چې په خپله شا او خوا کې د ژبې د ستونزې شاهدان دي، اوس د «ترجيم لي» له طريقه غواړي هغو مهاجرو سره چې د ژبې په برخه کې ستونزې لري، مرسته وکړي. د دوی دغه انټرنيټي مرستندويه شبکه د داوطلبه ژباړونکي لخوا ستایل شوې ده.
د «ترجيم لي» له جوړيدو یوازې څه باندې شل ورځې تيريږي، خو تر اوسه د ټولې نړۍ څخه ۱۷۴۲ تنو داوطلبه ژباړونکو پکې خپل ځانونه ثبت کړي دي. «ترجیم لي» د فيسبوک د مسينجر یا پیغام رسونکي خدماتو له لارې د مهاجرو او ژباړونکو تر منځ اړیکه ټینگوي او د دې لارې د هغوی د ژبې ستونزې حلوي. په دغې شبکه کې دواړه لوري يوازې د يو بل نوم ليدلی شي له دې پرته نور شخصي اطلاعاتو ته لاس رسي نه شي کيدای.
په «ترجيم لي» کې ګډ شوي داوطلبه ترجمانان تر ډيره، مهاجرو سره په ورځنيو چارو او ستونزو لکه ډاکټرانو، مرستندويانو او د دفترونو له مسئولانو سره د خبرو کولو په برخو کې مرستې کيږي.
«ترجيم لې» له مهاجرو سره د مرستې په برخه کې د تکنالوژۍ په حوزه کې د مسلکي کسانو لومړنی نوښت نه دی. په وروسیتو څو کلونو کې د کډواولو د کړکیچ په ترڅ کې له مهاجرو سره د مرستې په برخه کې په ځانگړې توگه د کورنیو او ماشومانو له پاره بیلابیل اپلیکشنونه یا پروگرامونه جوړ شوي دي. په دې ترڅ کې له مهاجرو سره د ژباړې په برخه کې په فیسبوک کې یو نوښت هم چټک غبرگون یا (Rapid Resonse) دی.
که څوک غواړي په «ترجيم لي» کې د داوطلبه ژباړونکي په توګه همکاري وکړي او يا د ځان د معرفي کولو پر وخت مرستې ته اړتيا ولري نو (tarjim.ly) ته مراجعه کولای شي.