1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترجګړې وروسته هيوادولکه افغانستان کي د سياسی ګوندونواهميت

۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعه

د بشری حقونو نړيواله اعلاميه او هم د افغانستان اساسی قانون د سياسی ګوندونو د جوړيدو او فعاليت اجازه ورکوی . په هغو هيوادو کې چې ديموکراسی پلې شوې، ګوندی فعاليتونه د سياسی ثبات رُکن بلل کيږی ...

https://p.dw.com/p/IwWd
انځور: dpa

دټولټاکنو په باب او تر جګړې وروسته ټولنه لکه افغانستان کې د بحث په وخت کې بايد له دې پلوه په انتخاباتو کې د سياسی ګوندونو ونډي ته وکتل شی ،چې په کومه وضعه کې دغه دواړه کولای شی د ديموکراتيک نظم په منځته راوستلو کې مرسته وکړی او په کومه بڼه کولای شی ديموکراسی تضعيفه کړی.

په ننۍ خپرونه کې به تر جګړې وروسته هيوادونو په انتخاباتو کې د سياسی ګوندونو د ونډي د اهميت په هکله د ملګرو ملتونو د پراختيايي مؤسسې د سلاکار بينجامين رايلی د څيړنې لنډيز چې د « انتخاباتو ، ديموکراتيک کول او بشری حقونه » تر سرليک لاندي تر سره شويده ، تاسو ته وړاندي سي .

تر جګړې وروسته ټولني او د سياسی ګوندونو ونډه

افغانستان د جګړې څخه وروسته هيوادونو په ډله کې راځی . تر جګړې وروسته هيوادونه هغو هيوادونو ته ويل کيږی چې « ضعيف»، « ناکامه» او «مات شوی » دولتونه لری . نړيوال بانک دغو هيوادونو ته «ماتيدونکی» هيوادونه وايي چې لاهم له زورزياتی او لانجو سره لاس او ګريوان دی.

د له جګړې نه وروسته هيوادونو يوه روښانه علامه داده چې سياسی ګوندونه غواړی خپلې غوښتني د هيواد دسياسی بنسټونو د تعديل او يا بدلون لپاره وړاندي کړی . د دغه ټولنو لږ پراختيا او ټوټې ټوټې خصلت د دې سبب کيږی چې د انتخاباتو په وخت کې ژور اختلافونه راسربيره شی . له دې امله سياسی قدرتمن ګوندونه لا هڅي کوی د هماغو ليکو سره سم چې شخړي يې رامنځته کړي وي، د خپلو پلويانو د رأيو په راجلبولو لاس پوري کړی . عادتاً د دې ډول هيلې لپاره له « قومې قطعې» سره لوبي کيږی او يا په هغو برخو کې چې په قومی او مذهبی هويتونو پوري تړل کيږی، سخت چلند غوره کيږی . طبعاً چې د دوی دغه ګامونه د ديموکراتيک کولو په بهير وړاندي ويونکي اغيزونه لری .

د ساری په ډول د تيري پيړۍ د 1990 کلونو په پيل کې چي کمونيزم په اروپا کې راوپرزيد، په پخوانۍ يوګوسلاويا کې د انتخاباتو له لاري قومی سخت دريځه ناسيوناليستان چارواکي شول، اونتيجه دا شوه چې فيډرالی سيستم وران ، او يوګوسلاويا وويشل شوه . همدارنګه په کال 1993 کې په بورندی کې، د دې پر ځای چې ټولټاکني په سياسی قدرت کې شراکت راولی، خلک يي د قومپالو موخو په چاپیر راټول کړل . دې ته ورته پيښه په بوزنيا کې په 1996 او 1998 کلونو کې د انتخاباتو پر مهال وشوه . انتخابات قومی لور ته وخوځيدل، چې د قومونو تر منځ امنيت يې خراب کړ او د قومپالو تغير نه خوړونکو ناسيوناليستانو د منځته راتلو سببه شو. د همدې کبله د ډيموکراتيک کولو بهير ضفيف شو.

څه ډول کيدای سی د نفاقپالونکو تمايلونو څخه مخنيوی وشی؟

د هندوستان د ملي کانګرس د ګوند رهبري
د هندوستان د ملي کانګرس د ګوند رهبريانځور: AP

د يوګوسلاويا، بورندی او بوزنيا تجربو، څيړونکي اود سياسی هدفو تدوين کوونکي دې نتيجې ته رسولی دی چې په ماتيدونکو څو قومی ټولنو، په تيره بيا په هغو ټولنو کې چې بيلتون غوښتونکې هيلي وړاندي کيږی، لازمه ده څو د پراخو سيمو او څو قومی قاعدو لرونکی ګوندونه منځته راسی . په هغه يوه څيړنه کې چې په 26 پرمختلونکو هيوادونو کې د ديموکراسی د تطبيق په اړه شويده، پايله داسې وه چې « د دوو يو څو معدودو ګوندونو سيستم چې پراخه ټولنيز او عقيدتی بنسټ ولری، د ديموکراسۍ په ثبات او ټينګښت کې ګټور تماميږی . »

نن د سياست په نړۍ کې د هغو هيوادونو لپاره چې نوی له ديموکراسۍ سره آشنا کيږی، د پراخ ټولنيز بنسټ درلودونکو ګوندونو او د پروګرامونو درلودونکو ګوندونو ته پراخه پاملرنه کيږی . او له تنګ نظره ګوندونو او هغو ګوندونو څخه چې د يوه شخصيت په چاپیر جوړيږی او فرقه پالو ګوندونو څخه چې تر اوسه يي د يموکراسياني ضغيفي کړيدی، ليری والی کيږی.

د څو اړخيزو ، څو قومی او د پروګرام لرونکو ګوندونو جوړيدل د څو قومی ټولنو لپاره چې هلته د انتخاباتي مبارزو په وړاندي قومپاله خطرونه موجود وی، د ديموکراسۍ د بنسټ د ټينګښت او د اوږدمهاله سولي د تأمين لپاره خورا اهميت لری.

له لانجې په وروسته هيوادونو کې د سياسی ګوندونو د ونډې لپاره کومې کاروني شته؟

په همدې راوروسته کلونو کې په هغو هيوادونو کې چې نوې ديموکراسی تجربه کوی، يو لړ بنسټيز غير معمولې نښتي کيږی څو د تلپاتي سياسی ګوندونو او ګوندی تلپاتي نظام جوړښت وهڅوی . د دې منظور لپاره بيلابيلي لاري وهل شوی، چې په دې ډول دی:

1 - د ګوندونوقانون : دلته د ګوند جوړيدنه، د دفتر ثبت او انتخاباتي مبارزې داسي په نظر کې نيول کيږی چې د ګوند جوړښت بايد پراخ سيمه ايز او پراخ قومی وی.

دغه تجربه په 1999 کال کې په اندونيزيا کې کله چې يی ديکتاتوری رژيم ديموکراسۍ ته اوښته، عملی شوه . حکومت د قانون په اساس د اندونيزيا په 27 ولايتونو کې دې ته اجازه ورنه کړه چې ګوندونه د قومي او سيمه ايزي بيلتون غوښتني په اساس جوړ شی ، بلکه د داسي ګوندونو جوړيدل يې وهڅول چې خپلي انتخاباتی مبارزې يې په ملی يووالی سره پر مخ بيولې.

2 - د انتخاباتو د سيستم جوړونه : دلته د «ليږديدو وړ» رأيې ورکونې او د رأيې ورکونې او د « ترجيحی رأيې ورکونې» څخه کار اخيستل کيږی.

3 - د رأيو د ويش اړتيا : یعنی د ولسمشرۍ هر کانديد بايد پرته له خپلي سيمي چې دﺉ ترينه راځی، د هيواد په نورو سيمو کې هم په سلو کې يوه معينه کچه رأيي ترلاسه کړی . دغه طرحه په يو شمير افريقايي هيوادونو کې چې قومي او سيمه ايزي ستونزي يې درلودې ،عملی شوه.

4 - د بيا جوړونې قانون : په ډيرو څو قومی او څو مذهبی هيوادونو لکه سنګاپور، سهيلی افريقا او لبنان کې رأيي ورکوونکي هڅول کيږی چې هغو کانديدانو ته رأيه ورکړی چې څو قومی او څو مذهبی دی.

5 - له بهر نه لاسوهنه : دا تجربه په کوزووا کې عملی شوې . څرنګه چې د کلمې په دقيقه معنا په کوزووا کې کوم سياسی ګوند نه ؤ، د اروپا د امنيت او مرستي ټولنی د دې لپاره چې د قومي کسانو په چاپير د ګوندونو له تنګنظرانه ښوييدو مخه ونيسی، او د بوزنيا داستان تکرار نسی، نو لوژيستيکی مادی او تخنيکی مرستي يې د پروګرام لرونکو ګوندونو لپاره زياتي کړې .

بنجامين/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري