1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمرجې وروسته په کندهار کي د عملياتو د شروع کيدو امکان

۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دامريکا د حکومتي کړيو څخه ويل کيږي چي که سړی غواړي د طالبانو ريښه وکاږي ، نو بايد د هغو پر اصلي مرکزکندهار باندي هم حمله وکي

https://p.dw.com/p/MF1i
انځور: AP

افغاني اودناټو عسکر په مارجه کي دستر برياليتوب تر لاسته راوړلو وروسته پدې فکر کي دي چي، لدينه هم ستر بريد په کندهار کي دطالبانو په ضد وکړي .دامريکادمتحده ايالتونو په حکومتي کړيو کي ويل شويدي چي که سړی غواړي چي دياغيانو ترپښو لاندي کنده وکيني نو بايده دي ددې زورلارودراپيدا کيدو په ښار کندهار باندي هم ستر بريد وکړي . پدې ډول نودهلمند دولايت پر مارجه باندي بريد يوازي يو تاکتيکي مقدماتي اقدام وو.

دامريکايي پوځ دتورن يوشاو وينفري دوينا له مخي په مارجه کي امريکايي عسکرو داونۍ په سرکي ددوی دخپلي وينا سره سم وروستي مقاومت کونکي هم له منځه يوړل .او په واقعيت کي سړی ويلی شي چي مارجه اوس پاکه شويده . داخبره ده دمتحدوقواوودبريد له پيل څخه دوه اونۍ وروسته کړيده .

دامريکايي پوځونو دوينا له مخي به لادڅو مياشتو لپاره 2000امريکايي او 1000کسه افغاني عسکر په مارجه کي پاته شي ،.ترڅو دا ډاډ حاصل شي چي ياغيان بيرته هلته نه راځي . امريکايي پوځونو ديکشنبې په ورځ دمارجي څخه چارپير اودهغه په مرکز کي دخپلو اډو په ټولولو پيل کړيدی .

دافغانستان حکومت دپنجشنبې په ورځ په رسمي ډول پر مارجه باندي کنترول په لاس کي نيولی دی . په واشنګتن کي يوه صلايت لرونکي سړي ويلي دي چي په کندهار کي هم ددې امکان منځته راوړل، د ناټو لپاره وړاندي والی لری . دکندهار والي توريالي ويسا داخبره رښتيا بللې ده چي په نوموړي ښار باندي دبريد دطرحو په هکله هغه وخت چي دی له مرکزي حکومت سره دکتني لپاره کابل ته تللي وو، هم خبري شويدي .او ده لاپخوا له نړيوالو مرستندويه ټولنو سره پدې هکله خبري کړيدي چي بيا بيځايه شويو کسانوته د اوسيدو دبيړنيو ځايونو، دخوراکي شيانو، اونورو داړي وړشيانو دبرابرولوهڅي وکړي . دده دوينا له مخي ددې حساب کيږي چي تر 10000 کسو پوري له خپلو سيمو او کورونو څخه بيځايه شي .

ديکشنبې په ورځ په هلمند کي ديوې چاودونکي لومي دچاودلو له امله ديوي کورنۍ 11کسه غړي په خپل موټرکي مړه شول . دمړه شويو کسانوتر منځ دچارواکو دوينا له مخي دوه ښځي او دوه ماشومان هم وو.دوی په خپل موټرکي پر هغه سړک باندي چي افغاني اونړيوال عسکر هم پرې تيريږي ، تيريدل .

په مرکزي ولايت زابل کي افغاني او نړيوال پوځ له طالبانو سره ديکشنبې په ورځ نښتي کړيدي ، چي پدې ترڅ کي څه ناڅه 6کسه ياغيان وژل شويدي . له هغه څخه پخوا شپه 8کسه طالبان نيول شوي وه .او دهيواد په بيلو بيلو برخو کي داونۍ په سرکي دبمونودګوزارونو له امله لږ تر لږه درې کسه افغاني عسکر وژل شويدي .

داسي په پام کي دي چي دافغانستان لپاره دالمان دنوي ځانګړي استازي په توګه دالمان دپخواني لمړی وزيرشرويدر، دبهرنيو چارو سلاکار، اوپه روم کي دالمان اوسنی سفير ميشاييل شتاينر ونومول شي .

AP / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري