1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ اردوغان ته مبارکي ورکړه

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

دونالد ترمپ اردوغان ته د ترکيې په اساسي قانون کې د تغیراتو په هکله په ټولپوښتنه کې تر بریا وروسته، د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې مبارکي ورکړې. د سوریې پر نظامي مرکز د امریکا توغندیز برید هم د دغو خبرو یوه موضوع وه.

https://p.dw.com/p/2bN1E
USA Weißes Haus Trump beim telefonieren
انځور: Reuters/J. Ernst

د ترکیې په اساسي قانون کې د تغیر په هکله ریفریندم یا ټولپوښتنه کې په لږ اکثریت سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان بریالیتوب په نړیواله کچه له نیوکو سره مخامخ شوې. سربیره پر دې تر ټولپوښتنې یوه ورځ وروسته یعنې د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۷) د دغه هیواد په زرګونه اتباع د ټولپوښتنې د پایلو پر ضد د احتجاج په توګه د دغه هیواد په لویو ښارونو د هغو له جملې څخه استانبول او انقره کې سړکونو ته را وتلي ول.

په دا ډول شرایطو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ترکیې له ولسمشر سره د یوه تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د وروستۍ ترسره شوي ټولپوښتنې له امله هغه او د هغه حاکم ګوند «عدالت او توسعې» ته د برلیتوب له امله مبارکي وویله. د ترمپ د تلیفوني مبارکۍ په اړه خبر د سپينې ماڼې له خوا هم تائید شوی.

پر سوریې توغندیز برید

ترمپ له اردغان سره د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د اپریل میاشتې په ۴مه نیټه د سوریې د پوځ پر یوه نظامي مرکز د امریکا د توغندیز برید په برخه کې د ترکیې د ملاتړ له امله له دغه هیواد څخه مننه او قدرداني وکړه.

له سپينې ماڼۍ څخه د خپور شوي خبر پر بنسټ دواړه سیاستوال په دې برخه کې هم نظره ول چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په خان شیخون کې د هغه برید مسئولیت په غاړه لري او باید ځواب ووایې چې کیمیاوي وسلې په کې کارول شوي وې.

په عین وخت کې ترمپ او اردوغان په خپلو تلیفوني خبرو اترو کې د داعش پر وړاندې اقداماتو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هم ټینګار وکړ.

له محتاطانه دریځ څخه د ترمپ تر مبارکۍ پورې

د ترمپ د مبارکۍ پيغام د سپينې ماڼۍ د ویاند له څرګندونو سره په مغایرت کې واقع شوی. د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر، د ترکیې د ټولپوښتنې پایلو تر اعلانیدو یو ساعت وروسته په محتاطانه ډول ویلي وو: «نړیوال کمیسیون به تر راتلونکو ۱۰ یا ۱۲ ورځو پورې د ټولپوښتنې په اړه خپل رپوټ اعلان کړي. موږ به د دغه کمیسیون له خوا تر رسمي اعلان پورې صبر وکړو او وبه ګورو چې بین المللي ناظران خپل رپوټ چمتو کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر، هم له اردغان څخه غوښتي وو چې د دغه هیواد د اتباعو حقونو او آزادۍ ته دې درناوې وکړي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل، هم په اساسي قانون کې د اصلاح په اړه د ټولپوښتنې د لومړیو پایلو تر اعلان وروسته په ترکي ټولنه کې د رامنځته شوي درځ په اړه اندیښنه څرګنده کړې. آلمان له اردوغان څخه غوښتي دي په مسئولیت منونکي توګه دې د ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو غوښتنو ته د درناوي لړۍ جاري وساتي.