1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: اوباما کېړ به ژر انفجار وکړي

۱۳۹۶ فروردین ۵, شنبه

دونلد ترمپ غوښتل چي د روغتيايي چارو په قوانينو کي اصلاحات خپله لومړۍ کورنۍ لويه بريا وګرځوي. ترمپ په دې کي سخت ناکام سو خو وايي ماته نه مني.

https://p.dw.com/p/2ZwMH
USA Washington Präsident Trump nach der zurückgezogenen Gesundheitsreform
انځور: Reuters/C. Barria

د امريکا د متحده ایالاتو مخکني ولسمشر باراک اوباما د (Obamacare) په نوم د ناروغانو د حفاظت او مراقبت له پاره نوی قانون رامنځ ته کړ. د دغه قانون د رامنځ ته کولو مقصد دا ؤ چي هغه امریکايان چي په اقتصادي توګه کمزوره دي، هغوی هم وکولای سي چي په داسو مصارفو چي د هغوی له پاره د زغملو وړ وي صحي بيمه ولري.

دونلد ترمپ چي کله د ولسمشر له پاره کانديد ؤ نو هغه دا ژمنه کړې وه چي که ولسمشر سي نو به اوباما کېړ بېرته ليري کړي. کله چي دونلد ترمپ ولسمشر سو نو نوموړي د خپلي يادي ژمني د عملي کولو له پاره هلي ځلي پېل کړې. هغه غوښتل چي د دغې ژمني په پوره کولو سره په امريکا کي دننه يوه لويه سياسي بريا ولري.

ګوندي ملګري


خو دونلد ترمپ په دې ونه توانېد چي په خپل ګوند کي دننه خپل ټول ګوندي ملګري د اوباما کېړ د تعديل پر مسودې سر همږغي کړي. د نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند يو شمېر سياستوالو په دغه موضوع کي د دونلد ترمپ د مسودې د ملاتړ څخه ډه ډه وکړه.

په داسي حال کي چي د اوباما کېړ د تعديل له پاره پر مسوده بايد رايه اچونه سوې وای، خو دغه کار وځنډېډ. دا د هغه وروسته چي د اټکل له مخي د تر ۲۰ زياتو جمهوري غوښتونکو استازو په هکله وېره وه چي هغوی به د دغې مسودې په حق کي رايي ور نه کړي.

وروسته دونلد ترمپ د خپل مخالف ډيموکراټ ګوند پر استازو ږغ وکړ چي د اوباما کېړ د ليري کولو د قانون د مسودې د منلو له پاره ورته رايي ورکړي. هغه وويل: «راځئ چي د دغه په رشتيا يو عالي او ښه روغتيايي چارو قانون جوړ کړو.» نوموړي دا څرګندونې به سپينه ماڼۍ کي وکړې او پکښي ډيموکراټ ګوند يې مخاطب کړ. هغه وويل: «د ګوندونو تر پولو آخوا يو قانون به په رشتيا يو لوی پرمختګ وي.»

د اوباما کېړ پر ضد هوډمنتيا

خو دونلد ترمپ د اوباما کېړ د ليري کولو په ترڅ کي د سختي لومړۍ او لويي ناکامۍ وروسته يو ځل بيا خپل هوډ څرګند کړ چي اوباما کېړ به ليري کړي. هغه وويل چي مخ په زياتېدونکې توګه بيمه سوي کسان د اوباما کېړ سره مخه ښه کوي. هغه وويل:«اوبا کېړ دمګړی د راپرځېدو په حال کي دی او ډېر ژر به انفجار وکړي او دا به ښه نه وي.»

ولسمشر دونلد ترمپ د خپلو ګوندي ملګرو د ملاتړ له کمۍ څخه ځان مايوس وښود. هغه وويل: «موږ نن د وفادارۍ په تړاو زيات نوي څه زده کړل.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):