1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او شي د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو او چین جمهور رییسانو د شمالي کوریا د کړکیچ تر څنګ د دوه اړخیزې سوداګري، افغانستان او د قاچاقو د مخنیوي په اړه بحثونه کړي دي. ترمپ اسیا ته د خپل ۱۲ ورځني سفر په ترڅ کې چین ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2nKIj
China USA Donald Trump & Xi Jinping | Große Halle des Volkes
انځور: Reuters/D. Sagolj

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ وویل چې له خپل چینایي سیال سره یې د افغانستان په اړه هم بحث کړی دی. د هغه په خبره دواړو ژمنه کړې ده چې د افغانستان د راتلونکې سولې له پاره به هڅې وکړي.

ترمپ د چهارشنبې په ورځ پیکینګ ته ورسید. هغه له ولسمشر شي جین پینګ، سره تر لیدنې وروسته وویل چې ترهګر د بشریت دښمنان دي، او دا چې له ولسمشر شي سره یوخای به د «ترهګري او اسلامپاله افراطیت مخه ونیسي».

ترمپ همداراز وویل چې دواړه د مخدره توکو د چاقاق پر سر بحثونو باندې هم تمرکز کوي.

دا په داسې حال ده کې ده چې چینایي چارواکو د ترمپ هغه څرګندونې رد کړي دي چې وايي د «فنتانیل» ضد درد مخدره ماده ډیر وخت په چین کې تولیدیږي او په لوړه کچه امریکا متحده ایالاتو ته رسیږي. د ترمپ په خبره دغه ماده د میلیونونو کسانو ژوند تباه کوي.

د شمالي کوریا کړکیچ

داسې ښکاري چې د ترمپ او شي د لیدنې اصلي د بحث موضوع به د شمالي کوریا کړکیچ وي. ترمپ ویلي دي چې امریکا متحده ایالات او چین کولای شي چې امنیتي ستونزې او لوی ګواښ له منځه یوسي.

دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې پر شمالي کوریا باندې فشار راوړي چې خپل هسته یی پروګرام پریږدي. ترمپ وویل: «موږ توافق وکړ چې خپل پخوانۍ ناکامه ستراتیژۍ بیا تکرار نه کړو. پخوا داسې پالیسۍ ډیرې وې. موږ د شمالي کوریا په اړه د امنیت د شورا د مصوبې د بشپړ عملي کیدو پر اړتیا او پر دې هیواد باندې د فشارونو پر ډیریدو موافقه وکړه ترڅو دغه هیواد هغه له خطره ډګ او بې باکه مسیر پریږدي چې اوس پرې روان دی.»

ms/nz (AP, dpa)