1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ به پاکستان ته ډیره حوصله و نه کړي»

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

امریکا غواړي چې له پاکستان سره خپلې مرستې محدودې کړې. په ویدرو ویلسون څیړنیز مرکز کې د اسیايي هیوادونو کارپوه مایکل کوګلمن، له دویچه ویله سره په مرکه کې وايي چې د ترمپ اداره د پاکستان پر ضد سخت دریځ خپلولی شي.

https://p.dw.com/p/2ghhN
U.S. Navy Seals Symbolbild
انځور: picture-alliance/U.S. Navy/J. Loshaw

پاکستان له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د جګړې یو متحد پاتې شوی دی. خو کابل او واشنګټن دواړه پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې صادقه نه دی. پر پاکستان باندې له ترهګرو څخه د خپلې نیابتي جګړې د پرمخ وړلو په موخه د ملاتړ تور هم لګول کیږي.

په پاکستان کې د القاعدې د ډلې مشر اسامه بن لادن، او د طالبان د مخکني مشر ملا منصور، وژل کیدل بیا دغو تورونو ته چې یاغیان او ترهګري ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري، قوت بخښي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي.

خو په ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز کې د اسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، وايي چې د ترمپ اداره ښايي د پاکستان د سیاستونو پر وړاندې ډیره حوصله ونه کړي او د اسلام آباد پر ضد سخت سیاستونه خپل کړي. هغه زیاتوي: «داسې ښکاري چې ترمپ به د پاکستان د هغه سیاست پر وړاندې چې ځيني ترهګر په نخښه کوي او ځينو نورو ته بیا څه نه وايي، هیڅ حوصله و نه کړي.»

پاکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره پولې ته نزدې د یاغیانو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي دي، خو پر دې هیواد باندې بیا دا تور هم لګول کیږي چې یوازې هغه ترهګري او یاغي ډلې چې اسلام آباد ته ګواښ رامنځ ته کوي، په نخښه کیږي او نوري ډلې چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، بیا همداسې پریښودل کیږي.

حقاني شبکه یوه له هغو ډلو څخه ده چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په حواله په پاکستان کې خونړي بریدونه پلانوي او بیا یې په افغانستان کې عملي کوي. د پاکستان په وروستیو پراخو پوځي عملیاتو کې د دغې ډلې مشرتابه نه ده په نخښه شوې.

په وروستیو وختونو کې په واشنګټ کې هم د اسلام آباد پر ضد څرګندونو زور اخیستی دی. مایکل ګوکلمن وایي چې ځيني کسان له ولسمشر ترمپ څخه غواړي چې پر پاکستان باندي د امریکا مرستې بندې کړي او په دې هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته زور ورکړي.

دغه کارپوه زیاتوي چې یو شمیر خو آن غواړي چې پاکستان د ترهګرو د یوه حامي هیواد په توګه وپیژندل شي او له ناټو څخه بهر د امریکا د اصلي متحد، لقب دې هم له دې هیواد څخه واخیستل شي.

خو ګوکلمن وايي چې ترمپ ښايي یوازې د مرستو پر قطع کولو او همداراز د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ډېرښت باندې اکتفا وکړي. دا ځکه چې د دغه کارپوه په نظر امریکا متحد ایالات اوس هم پاکستان ته د افغانستان د ماموریت د پرمخ بیلولو له پاره اړتیا لري.

ناټو خپل ډیر اکمالات د پاکستان له لارې کوي او د کوګلمن په حواله که امریکا پر پاکستان باندي له حده ډیر فشار راوړي نو پاکستان به هم د ناټو پر مخ د هغه اکمالاتي لارې وتړي.