1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ خپل د عامه اړیکو مشر له دندې ګوښه کړ

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

ولسمشر ترمپ خپل د عامه اړیکو مشر انتونیو سکاراموچي، تر مقرریدو یوازې لس ورځې وروسته ګوښه کړ. سکاراموچي په همدې لسو ورځې کې ډیرې داسې جنجالي خبرې وکړې چې د رسنیو په سرلیک بدلې شوې.

https://p.dw.com/p/2hUTZ
USA Trump feuert Anthony Scaramucci
انځور: picture alliance/dpa/AP/A. Harnik

تر هغه لږ وروسته چې د سپنې ماڼۍ د دفتر نوی مشر متقاعد جنرال جان کیلي، معرفي شو سکاراموچې له خپل دندې ګوښه شو. نیویارک ټایمز ویلي دي چې د سکاراموچې د جنرال کیلي د غوښتنې له مخې له دندې ګوښه شوی دی.

سپینې ماڼۍ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې له سکاراموچوي غوښتل له خپلې استعفأ سره د دونالد ترمپ د دفتر نوي مشر ته خپل کاري تیم په جوړولو کې پرانیستی لاس ورکړي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا سکاراموچي به په کومه بله دنده وګومارل شي او که نه خو د سپنې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې لا تر اوسه پورې دغه ډول کوم پلان نه شته. دا د عامه اړیکو دریم مشر دی چې د ولسمشر دونالد ترمپ د واکمني پر مهال له دندې یا ګوښه کیږي او یا خو خپله استعفأ وړاندې کوي.

لس ورځې مخکې کله چې سکاراموچې په دنده وګومارل شو، نو د سپینې ماڼۍ پخواني ویاند شان سپایسر، استعفأ وکړه. د هغه تر استعفأ لږ وروسته، بیا د ترمپ د دفتر پخواني مشر هم خپله دنده له سکاراموچي سره د جنجالونو له کبله پریښوده.

ویل شوي چې د ترمپ د دفتر نوی مشر جنرال کیلي، په خپلو چارو کې پوره واک لري او د سپینې ماڼۍ په حواله د ترمپ د لور، د هغې د میړه او مشر ستراتیژي جوړوونکي ستیف بنن په ګډون د سپینې ماڼۍ ټول مشاورین د جنرال کیلي لاس لاندې کار کوي.

که څه هم سکاراموچي د خپلې دندې له پیلولو راهیسې په جنجالونو کې ډوب وو، خو تیره اوونۍ هغه له نیویارکر مجلې سره یوه مرکه وکړه چې تر پخوا یې ډیر جنجالونه رامنځ ته کړل.

لا تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې سکاراموچي په خپله استعفأ کړې او که له دندې ګوښه شوی دی خو د ولسمشر ویاندې ټینګار وکړ چې ترمپ د سکاراموچي له وروستیو څرګندونو خوښ نه وو.

د عامه اړیکو پخواني مشر له نیویارکر مجلې سره په یوې مرکه کې ډیرې سپکې خبرې کړې وې او بیا یې یو شمیر کسانو باندې سخت شخصي بریدونه هم کړي ول.

د ولسمشر دونالد ترمپ د کار له پیل سره په سپنې ماڼۍ کې جنجالونه ورځ تر بلې ډیریږي. هغه لومړی د روسیې په تړاو د څیړنو له کبله په جنجالونو کې ښکیل شو، او په پایله کې یې د ملي امنیت سلاکار له خپلې دندې استعفأ ورکړه. کارپوهان وایي چې د ترمپ سپینه ماڼۍ له ادارې لحاظه په ښه وضعیت که نه ده، خو پخپله ترمپ بیا ټینګار کوي چې هر څه سم دي.