1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ، خپل سیاسي لومړیتوبونه په گوته کړي

۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې تر حیرانونکي بریا وروسته دونالد ترمپ په اول وار د خپل راتلونکي سیاسي اهدافو په هکله معلومات ورکړي دي، خو په دې هکله یې جزئیات نه دي په ډاگه کړي.

https://p.dw.com/p/2SX6f
USA Donald Trump Präsidentschaftskandidat
انځور: Getty Images/C. Olson

د پنجشنې په ورځ دونالد ترمپ خپل درې مهم کارونه تر سره کړل. په لومړي سر کې د متحدو ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ له بارک اوباما سره چې دوره یې پای ته رسیږي د واک د سپارلو په تړاو خبري وکړې. بیا هغه له پاول راین سره چې د جمهوري غوښتونکو گوند سره تړاو لري او د متحدو ایالاتو د استازو مجلس مشر دی ولیدل. او دریم ملاقات بیا له مېچ مک کونیل سره وو. دغه ۷۴ کلن د متحدو ایالاتو پخوانی سیاستوال او په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د استازو ویاند دی.

له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره په گډه دونالد ترمپ په دې هکله خبري کړي دي چې کانگرس باید په لومړي سره کومو سیاسي پروژو ته خپله توجه واړوي. له دغو خبرو اترو وروسته ترمپ ویلي دي: «موږ ډیرې مفصلې خبرې درلودې.»

د هغه په خبره لکه څرنگه چې یې په ټاکنیز کمپاین کې یې اعلان کړی وو د ولسمشر اوباما له لوري د «اوباما پاملرنې» په نوم رامنځ ته کړی شوی روغتیایي سیستم له منځه وړي او پر ځای یې یوه داسې صحي بیمه رامنځ ته کول غواړي چې هر څوک یې د ورکولو توان ولري.

ترمپ ویلي دي چې د کډوالۍ سیاست او د متحدو ایالاتو د کار بازار هغه څه دي چې د ده ټیم به ورته توجه وکړي. خو په دې هکله یې نور جزئیات په ډاگه نه کړل.

د مېچ مک کونیل په خبره ټول اړخونه په دې هڅه کې دي، څومره ژر چي امکان ولري خپلې دندې سر ته ورسوي. د هغه په خبره کانگرس د ولسمشریزو ټاکنو له کبله وقفه درلوده او په راتلونکو اوونیو کې به خپلې چارې بېرته پیل کړي.

په دې ترڅ کې د موټرو د صنعت سترو څانگو راتلونکي ولسمشر ته د خپلو هیلو ليست وړاندي کړی دی. یوه بانفوذه لابي گروپ چې پکښې جنرل موټرز، فورد او ټیوټا شرکتونه شامل دي، د ترمپ له کارکوونکي غوښتي دي چې د اوباما له لوري د چاپیریال ساتنې په هکله وړاندي کړی شوي قوانین «همغږي» او «سم» کړي.

اساساً دلته د موټرو د سون موادو مصرف موضوع مطرح ده، دي چې ښایي د موټرو شرکتونو ته د میلیاردو ډالرو په بیه تمام شي. د اوباما د حکومت د طرحې له مخې دغه څه باید په دې کې ونډه ولري چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې له موټرو څخه د گلخانه یي گازونو د افرازاتو کچه راټیټه کړل شي. خو د ترمپ ټیم لا تر اوسه په دې هکله کوم دریځ نه دی څرگند کړی.

نور مطالب: