1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله پریکړې ته ډیر نزدې یو

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

ولسمشر ترمپ ویلي چې اداره یې د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله پریکړې ته «ډیر نزدي» شوې ده. له ډیر وخت راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر په هکله د ترمپ ادارې ستراتيژۍ ته انتظار ایستل کیږي.

https://p.dw.com/p/2i2qK
US Air Base in Manas bei Bishkek in Kirgistan
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې سپینې ماڼۍ تر ۱۶ کلنې جگړې وروسته په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پلان په هکله له سره غور پېل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې داسې رپوټونه هم ورکړل کیږي چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکاران په دې خبره سره ویشلي دي چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي او یا خپل ځواکونه راوباسي.

ترمپ په نیوجرسي کې ویلي دي: «موږ ډیر نزدې شوې یو. دا زما له پاره ډیره لویه پریکړه ده. موږ ته ګډوډي راپاتې ده او موږ به دغه ګډوډي راکمه کړو.»

ترمپ دا مهال د نیوجرسي د ګولف په کلب کې خپلې دوبنۍ رخصتۍ تیروي.

Donald Trump
تر دې مخکې ویل شوي وو چې ترمپ د افغانستان په اړه په یوې غونډه کې پر خپلو سلاکارانو په غوسه شوی وو.انځور: Picture-Alliance/AP Photo/E. Vucci

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحدو ایالاتو جنرالانو د افغانستان کړکیچ د یوه بن بست، په توگه یاد کړی دی او د امریکا متحدو ایالاتو او د ناټو د نورو هیوادونو د ډیرو مرستو سربیره هم افغان امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې طالبان پر شا وتمبوي.

دغه وضعیت ته د رسیدگي په موخه لا تر مخه په یوه اقدام کې ترمپ د دفاع وزارت مشر جنرال جیمز متیس ته د دې صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر په هکله تصمیم ونیسي. خو د څو میاشتو په تیریدو سربیره هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر نه دی لوړ شوی. اوس مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي او د ناټو شا او خوا ۵۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي.

رپوټ زیاتوي چې متیس غواړي تر هغه وخته انتظار وکړي چې سپینه ماڼۍ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې، په ځانگړې توگه د پاکستان په هکله هر اړخیزه ستراتیژي وړاندې کړي، چې دغه هیواد له ترهګرو ډلو سره څه ډول چلن کوي.

ملټري ټایمز، تیره اوونۍ د یوه افغان چارواکي له قوله رپوټ ورکړی وو چې ایرک پرنس، آن د شخصي هوايي ځواک د انتقالولو وړاندیز کړی وو. ایرک پرنس د شخړه ییز شخصي پوځي شرکت مشر دی چې یو وخت يې د «بلیک واټر» په نامه شهرت درلود.

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې په عین وخت کې په افغانستان کې وضعیت تر بل هر وخته خونړی دی او د جنورۍ له لومړۍ څخه د می میاشتې تر اتمې نیټې پورې تر ۲۵۰۰ زیات پولیس او افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په افغانستان کې امریکایي ځواکونه چې غیر محاربوي نقش لري، هم په دغه جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په روان میلادي کال کې د بیلا پیښو په ترڅ کې تر اوسه نهه امریکایي ځواکونه وژل شوي دي.