1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د شمالي کوریا پر ضد په یوازي سر اقدام ممکن دی

۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي دي چې چین د شمالي کوریا د اټومي توغندیو د ګواښ په برخه کې همکاري و نه کړي، نو امریکا به په یوازي سر په عمل لاس پوري کړي. ترمپ په نزدې وخت کې له خپل چینايي سیال سره ګوري.

https://p.dw.com/p/2aX8x
U.S. Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په یوه مرکه شمالي کوریا ته ګواښ کړی دی. خو په دې اړه چې څرنګه به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو له پاره اقدامات وکړي، جزئیات نه دي ورکړي.

دونالد ترمپ ویلي دي: «که چین د شمالي کوریا [ستونزه] حل نه کړي، موږ به دغه کار وکړو. دا ټول هغه څه دي چې زه یې تاسو ته وایم.»

ترمپ ویلي دي چې هغه خپله پریکړه کوي چې د ستراتیژیو په اړه څومره معلومات ورکوي.

ترمپ تر دې مخکې هم ویلي ول چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د لیدنې پر مهال به د شمالي کوریا په اړه خبري وکړي. دواړه مشران به په روانه اوونۍ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو یو له بل سره وګوري.

ترمپ ویلي دي: «چین به پریکړه وکړي چې د شمالي کوریا په برخه کې به یا له موږ سره مرسته وکړي او یا به یې هم و نه کړي. که هغوی دا کار [د مرستې پریکړه] وکړي نو د دې هیواد له پاره به ډیر ښه و ي. خو که هغوی دغه شان یوه پریکړه و نه کړي نو دا به د هیچا له پاره ښه نه وي.»

د ترمپ ادارې د بهرنیو چارو چارواکو هم د چین په اړه ورته څرګندوني کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازي نیکي هالې، «روانه اوونۍ» سیاسي خپروني ته ویلي دي: «هغوی [چینایان] باید پر شمالي کوریا باندي فشار راوړي. یوازینی هیواد چې د شمالي کوریا مخه نیولی شي، چین دی، او هغوی په دې پوهیږي.»

د شمالي کوریا په اړه د امریکا څیړنه چمتو ده

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د ترمپ ادارې د ملي امنیت چارواکو د امریکا متحدو ایالاتو د هغو امکاناتو څیړنه د یکشنبې په ورځ پای ته رسولې ده چې له مخې یې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو په موخه، پر دغه هیواد باندې فشار راوړل کیدای شي.

په دغه څیړنه کې اقتصادي او پوځي لاري چاري څیړل شوې دي. خو پکښې د نویو بندیزونو او د چین له اړخه پر شمالي کوریا باندي د فشار راوړلو سپارښتنه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، په مارچ میاشت کې ویلي ول چې د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدامات هم یو له انتخابونو څخه دی.

شمالي کوریا تر اوسه پوري پنځه اتومي آزمویني کړي دي. د دغو آزموینو دوې یې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوې.

 

ارشيف: