1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي د «ګرين کارډ» شرايط بدل کړي

۱۳۹۶ مرداد ۱۴, شنبه

ترمپ غواړي چې کډوالو ته د زرغون کارت د وېشلو کچه د يو نوي قانون د لارې رانيمه کړي. نوموړي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د کامپاين پر وخت د مهاجرت د کمولو له پاره د اقداماتو ژمنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2hjj0
USA Donald Trump will auch legale Einwanderung erschweren
انځور: Reuters/C. Barria

که د دونالد ترمپ د انتخاباتي کمپاين اصلي موضوع په ګوته شي، نو هغه به هرومرو د مهاجرت او کډوالۍ سياست وي. هغه تل ژمنه کړې چې د غيرقانوني کډوالو مخه به نيسي او دا چې له مکسيکو سره د دېوال جوړولو خبره يې کړې، نو له کبله يې سپينې ماڼۍ ته هم لاره موندلې ده. اوس ترمپ غواړي چې کډوالو ته د زرغون کارت د وېشلو کچه د يو نوي قانون د لارې رانيمه کړي.

دا د حيرانتيا خبره نه ده چې ترمپ ولسمشرۍ ته د رسېدو راهيسې هڅه کوي چې خپلې ژمنې پوره کړي، خو تر اوسه يې لا اصلي برياليتوب نه دی حاصل کړی. د ده هغه هڅه څو له اکثريت مسلمانو هېوادونو څخه پر راتلونکو خلکو باندې د سفر بنديزونه وضع کړي، په تکرار سره په کانګرس او همداراز د محکمو له خوا رد شوې ده. له مکسيکو سره د ګډ سرحد په اوږدو کې د دېوال جوړولو خبره هم تر اوسه عملي شوې نه ده. د ترمپ سختو خبرو چې ګويا د غيرقانوني کډوالو پر ضد به له قاطعيت څخه کار واخلي، په اړوندو خلکو کې اندېښنې راپارولې دي. د رسمي شمېرو له مخې البته له هغه وخت راهيسې چې ترمپ قدرت ته رسېدلی دی، د غيرقانوني مهاجرو شمېر هم ډېر راکم شوی دی.

د ترمپ پلويان ورڅخه ملاتړ کوي

په سختو حالاتو کې او په داسې حال کې چې ډېر شمېر کتونکي په دې اند دي چې تېرې څو اوونۍ بيا هم له سياسي ترينګلتيا ډکې وې، ترمپ له خپلو عادي پلويانو څخه ملاتړ غواړي. هغه په وار وار غونډې راغوښتي دي چې د انتخاباتي غونډو په څېر ايسي او په داسې ځايونو کې جوړيږي چې ترمپ پکې د انتخاباتو په درشل کې خورا مخکښ وو. د پلويتوب تر څنګ ترمپ خپلو رايه ورکوونکو ته دا هم ښېي چې د انتخاباتي مبارزې مرکزي موضوع يې له پامه نه ده غورځولې، يعنې د کډوالۍ په سياست کې اصلاحات راوستل.

د چارشنبې په ورځ ترمپ په سپينه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې د دوو جمهوري پالو سناتورانو د «رايس» په نوم د قانوني طرحې ملاتړ کوي چې په مرسته يې د قانوني کډوالو شمېر بايد نيمايي شي. په داسې حال کې چې ترمپ تر اوسه په غيرقانوني کډوالۍ باندې تمرکز کړی وو، خو تر ټولو تازه هڅه يې اوس دا ده چې قانوني کډوالي هم په نخښه کړي. ولسمشر د دغې قانوني مسودې د ليکونکو تر څنک ولاړ وو چې ويې ويل:

«د رايس قانون، ډله يزې کډوالۍ ته د پای ټکی ږدي او زموږ د کم ظرفيت لرونکو محور سيستم ځای يو نوی پر پوينټونو ولاړ سيستم نيسي.»

د دغو تدابيرو هدف د هغه په خبره دا دی چې د غيرمسلکي کډوالو مهاجرت راکم شي. د ولسمشر په وينا دا هغه خلک دي چې د کار په بازار کې امريکايي اتباع حاشيې ته کوي او معاشونه پرې هم راټيټيږي. ترمپ وويل چې «د عريضې ورکولو دغه مسلک محوره پروسه به هر هغه چا ته ترجيح ورکوي چې په انګليسي ژبه خبرې کولای شي او هر هغه چا ته هم چې په مالي لحاظ هم د خپلو کورنيو غم خپله خوړلی شي.»

د سپينې ماڼۍ په حواله به «له وخته تېره د بېلابېلوالي او تنوع لاټري» يعنې د زرغون کارت د وېشلو لړۍ د دغه قانون د لارې بنده شي.

په راتلونکو لسو کلونو کې به د دغه قانون د لارې ښايي غير قانوني کډوال چې هدف يې د امريکا په متحده آيالاتو کې د دايم اقامت خپلول دي، او همدارز د ګرين يا زرغون کارت د اخيستلو لړۍ، پنځوس سلنه راټيټه شي. خو د مهاجرت د چارو يوه مخکښ کارپوه، ستيفن يايل لوير، له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي دي چې د دغې قانوني مسودې د تطبيق چانس «ډېر لږ» دی. دغه خبره بيا نور کارپوهان هم تائيدوي. ښاغلی يايل لوير وايي چې د مهاجرت په برخه کې د اصلاحاتو پلي کول به څه آسانه خبره نه وي وروسته له هغه چې د روغتيا په برخه کې اصلاحات هم ناکامه شوي دي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):