1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له ميليونونو غير قانوني مهاجرو د وتلو غوښتنه کړې

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو نوي انتخاب سوي جمهور رئيس دونالد ترمپ له هغو مهاجرو څخه د وتلو غوښتنه کړې چي په دغه هيواد کي په «غيرقانوني» توگه اوسيږي. هغه ويلي دي چي له مکسيکو سره په گډ سرحد کي به دېوال هم پورته کړي.

https://p.dw.com/p/2Se84
US-Präsidentschaftswahl 2016 - Sieg Donald Trump
انځور: Reuters/M. Segar

دونالد ترمپ پر خپل هغه نظر اوس هم ټینگار کوي، چي وايي له امريکا څخه دي هغه مهاجر ووځي چي راجستر سوي نه دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي ترمپ له CBS تلويزيوني شبکې سره په يوه يو ساعته مرکه کي ويلي دي چي د خپل جمهوري رياست د دندې په پيل کي به د هغو درو ميليونو مهاجرو ډېره برخه له هيواده وباسي چي په غيرقانوني توگه اوسيږي.

ترمپ ويلي دي: «هغه کار چي موږ غواړو وکړو، هغه دا دئ چي هغه کسان چي جنايي سابقه ولري، يا د مخدرو موادو په قاچاق کي لاس ولري او يا له کوم بانډ سره لاس ولري هغه به له هيواد څخه باسو يا به ئې بندي کوو.» هغه ويلي دي چي د دغه ډول کسانو شمېر په امريکا کي نژدې درو ميليونو ته رسیږي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي دغه ميلياردر ملکي سوداگري او له مکسيکو سره په سرحد کي د امنيت مسئله ئې د انتخاباتي کمپاين سرټکي ول او په دې سره ئې له خپلي سيالي هيلري کلنتن څخه د نوامبر پر ۷ د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات وکټل.

ترمپ په دغه مرکه کي زیاته کړه، هغه ديوال چي د امريکا متحدو ايالاتو او مکسيکو ترمنځ جوړيږي هغه به له خټو نه وي جوړ.

ترمپ د امريکا د ولسمشرۍ له پاره ټاکنو کي تر بريا وروسته پخپله لومړۍ مرکه کي له مکسيکو سره په گډ سرحد کي د دېوال جوړولو په اړه وويل: «په ځينو برخو کي به نښتي رامنځ ته سي.» هغه زياته کړه: «خو د سرحد په ځينو برخه کي دېوال پورته کول مناسب کار دئ. زه دغه کار چي نوم ئې ودانۍ جوړول دي ډېر ښه کولای سم.»