1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ نواز شریف ته په تلیفوني خبرو کې څه ویلي؟

۱۳۹۵ آذر ۱۱, پنجشنبه

پاکستان ویلي دي چې د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ، لومړی وزیر نواز شریف د "ډیر عالي انسان" په توګه ستایلي او پاکستان يې يو "زړه وړونکي هیواد" بللی دی.

https://p.dw.com/p/2TYSd
Sajjad Tarrar Donald Trump
انځور: privat

د پاکستان لومړي وزير نواز شریف، د تليفون له لاري دونالد ترمپ ته د بریا مبارکي ويلې ده. اسلام آباد د دغو خبرو بشپړ متن خپور کړی دی.

د خبرو د متن تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځکه پر هغه باندې نیوکې وشوې چې تر دې مخکې دونالد ترمپ پر پاکستان باندي سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې ول چې دغه هیواد "زموږ [د امریکا متحده ایالاتو] دوست نه دی".

د دواړو تر منځ د خبرو په خپاره شوي متن کې راغلي دي چې ترمپ، شریف ته ویلي دي چې هغه "ډیر ښه شهرت لري". دا په داسې حال کې ده چې پر شریف باندي د سخت اداري فساد تورونه لګول شوي دي.

د پاکستان له خوا په خپاره شوي متن کې راغلي دي چې ترمپ، شریف ته ویلي دي: "ته یو ډیر عالي سړی یې. ته ډیر ښه کار کوې چې له هره اړخه د لیدو وړ دی. زه ژر ستاسو لیدو ته لار څارم. ښاغلی لومړی وزيره، همدا اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، داسي احساس کوم چې له داسې یوه کس سره خبري کوم چې له ډیر وخت راهیسې یې پیژنم."

په خپاره شوي متن کې زیاته شوې ده: "ستاسو هیواد حیرانوونکی دی او ډیر امکانات لري. د پاکستان خلک د نړۍ له ډیرو ځیرکو خلکو څخه دي."

ترمپ همداراز د ستونزو په اوارولو کې له پاکستان سره د مرستې وړاندیز هم کړی دی او ویلي یې دي: "زه غواړم او چمتو یم چې د ستونزو له پاره د حل لارو په موندلو کې هر هغه څه چې ته یې غواړې وکړم. دا به یو ویاړ وي او زه به پخپله دا کار وکړم."

دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې پر پاکستان باندې سختې نیوکې کړي وې. هغه په ۲۰۱۲م کال کې په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي ول: "په دې پوه شئ چې پاکستان زموږ ملګری دی. موږ دې هیواد ته په میلیاردونو ډالر ورکړي دي، خو وګورئ چې په بدل کې مو څه شي ترلاسه کړل: خیانت او بې احترامي او آن تر هغه بد."

پاکستان همدا اوس له هندوستان او افغانستان سره ډیري خړي پړي اړیکې لري.

پاکستان د امريکا مرستو ته سخت اړ دی. تمه کیږي چې دغه هیواد به په ۲۰۱۷م کال کې له واشنګټن څخه شاوخوا یو میلیارد ډالره مرستي ترلاسه کړي.

په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ترمپ له نواز شریف څخه غوښتي دي چې هر وخت ورته تلیفون وکړي. هغه پاکستان ته د بلني په ځواب کې ویلي دي: "زه به ډیر خوښ شم چې ستاسو زړه وړونکي هیواد، زړه وړونکي ځای او زړه وړونکو خلکو ته در شم."

نور مطالب: