1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وایي ناټو نور مخ پر زاوال نه دی

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

دونالد ترمپ د ناټو له عمومي منشي ینس ستولتنبرگ سره تر لیدنې وروسته د «نویو شرایطو له پاره د نویو حل لارو» غوښتنه کړې. هغه همداراز ویلي دي چې د ناټو غړي باید خپله برخه لګښتونه پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/2b9wW
U.S. Präsident Trump und NATO-Generalsekretär bei der Pressekonferenz am Weißen Haus
انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ژمنه کړې ده چې د ناټو له «لا عصري کیدو» سره مرسته وکړي، څو کولای شي د نویو ستونزو لکه ترهګري او مهاجرت پر وړاندې ښه کار ورکړي.

ترمپ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډ کنفرانس کې له ناټو سره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړه.

د امریکا ولسمشر همداراز هغه بدلونونه وستایل چې ناټو د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کې راوستي دي. ترمپ د کمپاینونو پر مهال خپلې وینا ته په اشاره کولو سره وویل: «ما ویلي ول چې هغه [ناټو] مخ پر زاوال ده. ناټو نوره مخ پر زاوال نه ده.»

ترمپ بروکسل ته د خپل سفر په اړه خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې هر نسل هڅه کړې ده، څو ناټو د خپل وخت د اړتیا پر اساس برابره کړي. هغه وویل: «موږ باید د هغه ستړي فکر په قید کې پاتې نه شو چې ډیر کسان یې لري، بلکي باید نوې حل لارې خپلې کړو چې د نړۍ له نویو شرایطو سره برابري وي.»

د ناټو مشر هم په دې سازمان کې د امریکا د نقش ستاینه وکړه. هغه په ځانګړي توګه په ختيځي اروپا کې د لا ډیرو امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته اشاره وکړه. هغه په عین حال کې له امریکا متحدو ایالاتو سره د ناټو مرستې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې بل هیڅ ځواک له دومره ملاتړه برخمن نه وو.

خپله برخه مصرف باید پر غاړه واخلي

ستولتنبرگ او ترمپ د ناټو پر نورو غړو باندي غږ وکړ چې خپل دفاعي لګښت هغي اندازې ته ورسوي چې سپارښتنه یې شوې. د ناټو غړي باید د خپل ملي ناخالصه عاید دوه سلنه برخه پر دفاعي چارو ولګوي.

ترمپ وویل: «د ګډو چلنجونو پر وړاندې د دریدو په موخه، موږ باید په دې هم ځان ډاډه کړو چې [د ناټو] غړي خپل مالي مسئولیت ادا کوي او هغه پیسې ورکوي چې باید ور يې کړي.» ترمپ زیاته کړه: «ډیر هیوادونه دا کار نه کوي.»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ټینګار وکړ: «که نور هیوادونه پر امریکا باندي د اتکا پر ځای، خپله برخه مصرف پر غاړه واخلي، نو زموږ امنیت به لا هم ښه وي او زموږ ملګرتیا به تر دې هم پیاوړې وي.»

ترمپ: دا به ډیره ښه وي چې له روسیې سره ښې اړيکي ولرو

ولسمشر ترمپ په سوریې کې د کیمیاوي وسلو کارونه وغندله. لویدیځ هیوادونه د اسد رژیم د دغو وسلو د کاروني تر شا بولي. ترمپ ټینګار وکړ چې ټول هیوادونه باید د دغه شان بریدونو پر وړاندي چې بیګناه ماشومان وژني ودریږي.

خو له روسیې سره د راتلونکو اړیکو په اړه هغه یو څه ارام وغږید او ویې ویل چې په تمه دی چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، ورته احوال ورکړي. تیلرسن اوس په مسکو کې له روسي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.

ترمپ خبریالانو ته وویل: «دا به ډیره ښه خبره وي چې که ناټو او زموږ هیواد له روسیې سره جوړ راشي. پوتین د روسیې مشر دی او روسیه یو پیاوړی هیواد دی. امریکا متحد ایالات هم ډیر پیاوړی هیواد دی. موږ به وګورو چې دا هرڅه به څرنګه پر مخ ولاړ شي.»