1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر عراق د امريکا يرغل يوه جدي تيروتنه بللې

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو نوي انتخاب سوي ولسمشر د منځني ختيځ په اړه تر ده دمخه ولسمشرانو پر سياست باندي نيوکي کړي دي. هغه د افغانستان په اړه هم څرگندوني کړي دي.

https://p.dw.com/p/2VqTN
Donald Trump im Interview mit Kai Diekmann (picture-alliance/D. Biskup/BILD/dpa)
انځور: picture alliance/dpa/BILD/D. Biskup

د امريکا متحدو ايالاتو نوي انتخاب سوي ولسمشر دونالد ترمپ د جرمني له «بيلد» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي په ۲۰۰۳م کال کي پر عراق باندي د امريکا يرغل يوه جدي تيروتنه وه. هغه ويلي چي «پر عراق باندي بايد لومړی يرغل نه وای سوی.»

ترمپ زياته کړې ده: «دا ډېره ناوړه پريکړه وه، ښايي دا تر اوسه پوري زموږ د هيواد په تاريخ کي تر ټولو ناوړه پريکړه وي.»

دونالد ترمپ ويلي دي: «موږ هلته زولنې ماتي کړې. دا دسي، لکله د شاتو موچيو ځالي ته چي سړی ډبري ور وغورځوي، او اوس تر ټولو زيات انډوخر ځني جوړ سوی.»

د امریکا متحدو ايالاتو نوي انتخاب سوي ولسمشر د افغانستان په اړه هم څرگنډوني کړي دي. هغه ويلي دي: «موږ اوس په داسي جنگ کي يو چي هيڅکله به پای ونه مومي.»

هغه زياته کړې ده: «امريکا متحد ايالات له ۱۷ کلنو راهيسي په افغانستان کي دي، هلته گواښ ورځ تر بلي زياتيږي. که سړی د طالب جنگياليو شمېر په پام کي ونيسي، نو هغه کال تر بله زياتيږي. سړی ته پوښتنه پيدا کيږي چي هلته څه پېښه ده؟»

ترمپ دغه راز د پوتين د سوريې پر سياست هم نيوکي کړي دي. هغه د جرمني له «بيلد» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي: «دا ډېره بده ده» چي د سوريې د حلب ښار په څنډو کي جنگ زور واخيست. دا ډېره وحشتناکه ده چي سړی هلته گوري چي څرنگه زړې ښځي ويشتل کيږي. او داسي ښکاري لکه هغوی چي د ساتيري په شان ويشتل کيږي. داهم ډېر ناوړه کار دی. په حلب کي انساني وضعيت ډېر وحشتناک دي.»

ترمپ دغه راز د سوريې په اړه د اوباما په سياست کي هم تيروتي ويني. هغه ويلي دي: «کله چي موږ سره کرښه وکښله او نقض سوه، چانس مو لاره چي يو څه وکړو، خو څه ونه سول. دا يو چانس وو. خو اوس ډېر ناوخته دئ.»

نور مطالب: