1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه بحث کوي

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، به د جمعې په ورځ په کمپ دیوید کې د خپل ملي امنیت له ډلې سره وګوري او پر دې اړه چې ایا افغانستان ته اضافي سرتیري واستوي او که نه، بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/2iOHy
US-Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

د دونالد ترمپ اداره د افغانستان په اړه د پریکړې کولو په برخه کې ویشل شوې ده. یوه ډله افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو په پلویتوب کوي او بله بیا له دې هیواده د امریکايي ځواکونو ایستل غواړي چې په دې ترتیب سره د واشنګټن په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه پای ته ورسیږي. دغه ډله غواړي چې د افغانستان جګړه خصوصي امنیتي قراردادیانو ته وسپاري او له دې سره یې مالي لګښت او ځاني تاوان کم کړي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه ویلي دي: «ولسمشر او د ملي امنیت ډله به یې د جمعې په ورځ په کمپ دیوید کې غونډه وکړي او د سویلي اسیا ستراتیژۍ پر سر به بحث وکړي.»

د ترمپ جنرالانو د افغانستان شخړه یو بن بست بللی دی. په دې هیواد کې د امریکا او ناټو تر اوږدې مداخلې وروسته هم، افغانستان امنیتي ځواکونه نه شي کولای چې طالبان څنډې ته کړي.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی. طالبان او نورې یاغي ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې بریدونه ترسره کوي او وخت ناوخته افغان ملکي وګړي، امنیتي ځواکونو او امریکایي سرتیرو ته مرګژوبله رامنځ اړوي.

په یوه وروستۍ پيښه کې د امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یو سرتیری یې د اسلامي دولت ډلې په برید کې وژل شوی دی. له دې سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیر ۱۰ تنو ته ورسید.

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو په یوه بیانیه کې ویلي دي: «یو امریکایي سرتیری، هغه ته د چهارشنبې په ورځ رسیدلو ټپونو له کبله وژل شوی. هغه د افغانستان په ختیځ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ټپي شوی وو.»

په بیانیه کې راغلي دي چې دغه عملیات په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي وو. په وروستیو وختونو کې داعش هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

د افغانستان په وضعیت کې نه پرمختګ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، له پاره د دې هیواد په اړه یوه پریکړه کول ستونزمنوي. هغه په لومړي سر کې د خپل دفاع وزیر جیمز متیس، ته دنده سپارلې وه چې د افغانستان له پاره یوه نوې ستراتیژي جوړه کړي. په داسې حال کې چې ویل کیږي متیس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر د لوړولو په حق کې دې، خو په سپینې ماڼۍ کې ځینې چارواکې له دې پلان سره موافق نه دي او همدې موضوع د افغانستان په اړه د ترمپ پریکړه ځنډولې ده.

اوس متیس غواړي چې د سپینې ماڼۍ ستراتیژي نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان په شمول د ټولې سیمې په اړه روښانه شي ترڅو هغه وشي کولای له مخې یې د افغانستان میشته امریکایي سرتیرو شمیر تنظیم کړي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوی چې د ترمپ د مشر ستراتیژي جوړونکي ستیف بنن، په شمول د هغه یو شمیر پیاوړي مشاورین غواړي د افغانستان جګړه خصوصي امنیتي قراردادیانو ته وسپاري چې ځاني او مالي لګښت راکښته شي.