1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ یو ځل بیا پر مسلمانانو د بندیز غوښتنه کړې

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لومړی مرحله کې د جمهوري غوښتونکو په لیکو کې مخکښ داوطلب دونالد ترمپ، د یوه جنجالي اعلان له خپرولو سره یو وار بیا امریکا ته د مسلمانانو پر تلو د بندیز غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1HY5Q
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Osorio

دغه ۳۰ ثانیه یی اعلان به د سه شنبې په ورځ په لاوا او نیو هامشیر، ایالاتونو کې خپور شي. د دغه اعلان پر جوړولو دوه میلیونه ډالر لګول شوي دي او تر ډیره بریده پورې د دونالد ترمپ پر هغو غوښتنو باندې تمرکز کوي چې غواړې امریکا متحده ایالاتو ته د مسلمانانو پر راتګ باندې بندیز ولګول شي.

په اعلان کې ویل کیږي: «سیاستوال کولی شي داسې څرګنده کړي چې دا کوم بل څه دي، خو دونالد ترمپ دا افراطي اسلامي ترهګري بولي. له همدې کبله هغه امریکا متحده ایالاتو ته په موقتي توګه د ټولو مسلمانانو پر راتلو باندې د بندیز غوښتنه کوي.»

په اعلان کې زیاته شوې ده: «هغه [ترمپ] به ژر د اسلامي دولت [ترهګرې ډلې] سر پرې کړي او د هغوی نفت به ورڅخه واخلي.»

ترمپ په خپلو کمپاینونو کې ډیر وخت پر مسلمانانو باندې لفظي بریدونه کړي دي. هغه په خاصه توګه په دې اړه څرګندونې په نومبر میاشت کې په پاریس کې تر خونړیو بریدونو وروسته، ډیرې کړې.

ترمپ په دسمبر میاشت کې امریکا متحده ته د ټولو مسلمانانو په راتلو د بندیز غوښتنه وکړه. د ترمپ له همدې څرګندونو څخه، د الشباب ترهګرې ډلې په خپلې یوې تبلیغاتې ویدیو کې کار واخیست.

د دغو څرګندونو له کبله پر ترمپ باندې په خپله امریکا متحده ایالاتو کې هم سختې نیوکې شوې دي. منتقدینو د هغه دغه خبرې له تبعیض څخه ډکې ګڼلې دي.

د ترمپ له خوا په خپور شوي اعلان کې دویمه مهمه موضوع امریکا متحده ایالاتو ته د غیر قانوني کډوالو راتګ دی. په اعلان کې ویل کيږي چې ترمپ به امریکا ته د غیر قانوني مهاجرت مخه، له مکسیکو سره پر پوله د یوه دیوال د جوړولو له لارې، ونیسي. د ترمپ په خبره، دی به مکسیکو اړ کړي چې د دغه دیوال د جوړولو پیسې ورکړي.

خو هغه څه چې اوس یې جنجال رامنځ ته کړی دی، په دې اعلان کې کارول شوې ویدیو ده. په ویدیو کې یو شمیر کسان ښوول کیږي چې له یوې پولې څخه د تیریدو په حال کې دي، خو اوس د «پالیتې فکت» انترنتي پاڼې ویلي دي چې دغه کسان له مکسیکو څخه امریکا ته نه، بلکه له دې هیواد څخه په زرهاو کیلومتره لري له میلیله هیواد څخه مراکش ته د تیریدو په حال کې دي.

له بلې خوا بیا د دونلد ترمپ د کمپاین چارواکو ویلي دي چې په قصدي توګه یې د مرااکش هیواد د پولې ویدیو کارولې ده چې وښیي پرانیستې پولې څرنګه ګواښونه رامنځ ته کولی شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب