1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکان افغانستان کې ملیونونه ډالره پانګونه کوي»

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مهر ۲۰, شنبه

د ترکیې پانګوال غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې د سلګونو ملیونو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. دغه پانګوال تر ډیره د قیمتي ډبرو او نفتو په برخه کې پانګونې ته چمتو دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19ySN
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

افغان دولت وایې ترکي پانګوالو د قیمتي کاڼو او کانونو په برخه کې د سلګونو ملیونو ډالرو پانګونې ته ملا تړلې او دغه پانګونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پر وینا ترکیه د نفتو او قیمتي کاڼو لکه یاقوتو، فیروزې، زمردو، سرو زرو، مرمر ډبرو او نورو قیمتي کاڼو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او لا یې هم کچه د زیاتیدو په حال کې ده. اوس مهال شا وخوا ۲۵۰ ترکي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې ډېر يې د بیا رغاونې په برخه کې په فعالیتونو بوخت دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې دوی داسی پلانونه تر لاس لاندې لري چې د افغانستان د اقتصادي بساینې له پاره اغیزناک ثابت شي. د وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل په وینا دوی د ترکي سوداګرو له پاره ډیرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي دي او هر کال د سوداګرۍ کچه په ملیونونو ډالره د زیاتیدو په حال کې ده:

«ترکانو په ساختماني، د کانونو، د قیمتي ډبرو او نورو محصولاتو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه کړې ده او لا هم لګیا دي پانګونه کوي. موږ هم ترکیې ته صادرات لرو د وچې او لمدو میووو په برخه کې، البته افغانستان هم ترکي توکو ته ډیر ښه مارکیټ دی.»

نوموړی وايي، اوس مهال د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه هر کال ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي، خو په وینا يي دغه کچه باید نوره هم لوړه شي. همدا راز د سوداګرۍ وزارت له منځنۍ آسیا سره هم د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ اندازه مخ پر زیاتیدو بولي.

ترکانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ښوونځي جوړ کړي دي
ترکانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ښوونځي جوړ کړي ديانځور: DW/H. Hashimi

غازي خیل وایي هر کال له شلو څخه تر دیرش سلنه پورې له منځنۍ آسیا سره د دوی سوداګري زیات والی مومي:

«له منځنۍ آسیا سره زموږ سوداګري له شلو تر دیرش سلنې پوري زیاتیږي، افغانستان هم دغې سیمې ته صادارت او واردات لري. زموږ د وارداتو ډیره برخه د نفتو ده. له روسيې، ازبکستان او ترکمنستان څخه یې اخلو او همدا راز روسیه او منځنۍ آسیا غواړي د افغانستان له لارې له سویلي آسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري چې افغانستان به د یوه پله حیثیت ولري او ډیره ګټه به ترینه تر لاسه کړي.»

خو هغه څه چې تر اوسه یې تر ډیره د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د خلاص لاس مخه نیولې ده، هغه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د دغه هیواد نه ګډون دی. ښاغلی غازي خیل وايي که چیرته افغانستان په WTO کې غړيتوب تر لاسه کړي نو ډیرې اوسنۍ ستونزي به له منځه لاړې شي:

«یوه ګټه یې دا ده چې زموږ تجارت به نړیوال شي. موږ به ټولې نړۍ ته صادارت کوو او که کومه ستونزه رامنځ ته کیږي موږ به ډبلیو ټي او، ته مراجعه کوو نه خپلو ګاونډیانو لکه پاکستان او ایران ته. بله آسانتیا به دا وي چې موږ به د نړیوال تجارت غړی هیواد اوسو او قوانین به مو هم له نړیوالو قوانینو سره سمون ولري.»