1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکان نوی ولسمشر ټاکي

شمس الرحمن ناصر / زېنادا سوکولو۱۳۹۳ مرداد ۱۸, شنبه

د یک شنبې په ورځ (د اګست ۱۰نېټه) ترکان خپل نوی ولسمشر ټاکي. تر اوسه پوري په ترسره شوو ټولو نظر پوښتونو کې لومړی وزیر رجب طیب اردوان مخکښ کاندید دی، خو په استانبول کې تر اوسه پورې ډير شمیر خلک د شک او تردید په حالت کې دي.

https://p.dw.com/p/1Crtg
انځور: DW

په استنبول کې ډیره زیاته آرامي حاکمه ده. ډیر شمیر خلک له سیاسي بهیر څخه لیرې او د دوبي په رخصتیو کې دي، په ځانکړې توگه د دغه هیواد د جنوبي سیمو اوسیدونکي. په استانبول کې د « گیوني» او « بې اغلو» په څیر د ډیر شمیر سیمو په رسټورانونو کې تلویزونونه چالانه دي. د هوټل یو کارگر شکایت کوي او وايي:« بیا هم هغه، هغه چې تل خبرې کوي. زه نور نشم کولای د هغه خبرو ته غوږ ونیسم.»

دغه ځوان د ترکيي د لومړي وزیر رجب طیب اردوان په هکله چې د ولسمشرې نوماند دی خبرې کوي. د اگست د میاشتې په ۱۰ مه په ترکيه کې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کیږي چې اردوان هم په کښې یو نوماند دی.

۸ فيصده اقتصادي وده

دغه رسټورانټ ته مخامخ د اردوان یو انځور زړیدلې دی چې نوموړی پکښې د خندا په حالت کې لیدل کیږي. تر انځور لاندي لیکل شوې دي:« د ۲۰۲۳ کال هدف: ملي اراده، ملي قدرت». اردوان غواړي چې د ترکیي د جمهوریت د سلمې کلیزې پورې دغه هیواد د نړۍ پر یو ستر اقتصادي قدرت بدل کړي. هغه خپل پلویان د عدالت او توسعې د محافظه کاره گوند تر نامه لاندی راټول کړي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ترکيي اقتصادي وده د دغه هیواد د ملي ادارې د ارقامو پر بنسټ ۸ فیصده ثبت شوې ده. د اردوان په ټاکنیزو کمپاینونو کې د بیلگې په ټوگه د تیرې یک شنبې د ورځې په غونډه کې په سلگونه زره کسان را ټول شوې ول. دغو خلکو بیرغونه او د اردوان پوسترونه له ځان سره لیږدول او داسې شعارونه يي ورکول چې« ثبات باید دوام پيدا کړي او ترکیه باید پرمختگ وکړي.»

له ترسره شوو ټولو نظر سنجیو څخه داسې معلومیږي چې اردوان به د تاکنو په لومړي پړاو کې لا گټونکې وي. تر اوسه پورې به ولسمشر د ترکيي د پارلمان له خوا انتخابیده چې د خپل هیواد د یو استازي نقش يي درلود لکه د آلمان په څیر.

Türkei Tayyip Erdogan Symbolbild
انځور: Reuters

د « عیني تحقیقاتي مرکز» په نامه د نظر سنجۍ له مؤسیسې څخه محمد مراد پوستکي د روان کال د جون په میاشت کې له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې اردوان په ټاکنو کې د بریالیتوب ډیر چانس لري. پوستکي دا هم ویلي وو چې اردوان به د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ۵۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ترکيي ولسمشر شي.

" مونږ نه پوهیږو چې څوک انتخاب کړو"

تر ټاکنو مخکې پوري لا ډېر شمیر لارویان د خپل هیواد د راتلونکي ولسمشر د انتخاب په هکله قطعي نظر نه لري. یوې ۲۸ کلنۍ میرمنې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط، خپل د واده نیټه په قصدي ډول د اګست میاشتې لسمه نیټه ټاکلې ده. نوموړي وويل: « زمونږ د کورنۍ ډیر شمیر غړي رایه نه ورکوي. همدارنگه مونږ نه پوهیږو چې څوک انتخاب کړو. په هر حال گټونکې بیا هم اردوان دی.»

هغه کسان چې د اردوان پلویان نه دي، د جمهوریت غوښتونکي خلق گوند او د ترکيي د ملي غورځنگ گوندونو گډ نوماند اکمال الدین احسانغلو او د ولسي دیموکرات گوند کاندید صلاح الدین دمیرتاش دوو نوماندانو تر منځ تصمیم نه شي نیولی.

یو ۲۶ کلن محصل چې تر اوسه پوری د جمهوریت غوښتونکو یو وفادار غړی وو وايي: « له یوې خوا زه غواړم دمیرتاش انتخاب کړم، ځکه هغه کولای شي ترکان او کردان سره متحد کړي، خو له بلې خوا که دمیرتاش انتخاب کړم نو داسې احساس راسره پيدا کیږي چې خیانت مې کړی.»

اردوان په ټولنیزو رسنیو کې هم مخکې دی

د جمهوریت غوښتونکو د گوند یو پلوي کونکي خپل تصمیم نیولې دی چې دمیرتاش ته به رایه ورکوي. نوموړی وايي:« زه احسانغلو نه پیژنم. سربیره پر دې د هغه عمر ډیر دی. د هغه په مقابل کې دمیرتاش جذابیت لري، ځوان دی او یو واقعي دموکرات دی.»

صلاح الدين دميرتاش
صلاح الدين دميرتاشانځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشرې دوه تنه نوماندان دمیرتاش او احسانغلو په تلویزوني خپرونو کې ډیر لږ وخت لیدل کیږي. په ترکيه کې د « ریتوریک» په نامه د رسنیو د څار یوې ادارې په رپوټ کې د دغه هیواد په دولتي تلویزون « ټي آر ټي» کې د دغو کانديدانو د کم رنگې حضور موضوع ته اشاره شوې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ اردوان د جولای د میاشتې په ۳۰ نیټه په دغه تلویزون کې ۳۰ دقیقې پروگرام درلود، په داسې حال کې چې پاتي دوه نوماندان اصلآ د دغه تلویزون پر پردې نه دي ښکاره شوي. تر هغې یوه ورځ وروسته د یو ساعت او ۲۰ دقیقو له پاره د اردوان پر ټاکنیز کمپاین تبصره وشوه. دا په داسې حال کې ده چې د احسانغلو په هکله یوه دقیقه تبصره وشوه او د دمیرتاش هیڅ یادونه هم نه ده شوې.