1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکمنستان-افغانستان ترمنځ اورګاډي پټلۍ پرانيستله شوه

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

ترکمنستان او افغانستان د دوشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د نوي غځیدلې اورګاډي پټلۍ پرانيستله. دا د دوه میلیارده ډالرو پروژې لومړۍ برخه ده چې وروسته به بیا د افغانستان له لاري له تاجیکستان سره ونښلي.

https://p.dw.com/p/2TMhX
Turkmenistan Einweihung Eisenbahnstrecke nach Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/I. Sasin

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدف، او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د اورګاډي پټلۍ په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ. غونډه له رنګونو ډکه وه او د ترکمنستان سنتي نڅاګرو پکې نندارې هم وړاندي کړې.

د دغي پټلۍ په پرانیستلو سره یو اورګاډی چې ۴۶ واګونونه ورپسې تړلي ول، د ترکمنستان له امام نظر ګمرک څخه د افغانستان اقینې بندر ته ورسید.

د دغي ۸۸ کیلومتره پټلۍ د جوړیدو چارې د ترکمنستان هیواد له خوا په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوي وې. د ترکمنستان ولسمشر دغه پروژه د افغانستان او ترکمنستان په تاریخ کې ډیره مهمه وبلله.

که د اورگاډي دغه ۴۰۰ کیلومتره پټلۍ بشپړه شي، نو د افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان تر منځ به سوداگري اړیکې لا پیاوړې شي.

دغه پروژه په ځانګړې توګه ترکمنستان ته د دې چانس ورکوي چې افغانستان او نورو اسیايي هیوادونو ته د خپلې انرژۍ د صادراتو کچه لوړه کړي.

خو دغه پروژه په وروستیو کلونو کې د امنیتي دلایلو له کبله له ستونزو سره مخامخ وه. تیرکال د پروژي مالي ملاتړي «د اسیا پرمختیایي بانک» د امنيتي اندېښنې له کله خپل مالي ملاتړ قطع کړ.

لا تر اوسه پورې افغانستان او تاجیکستان په خپله خاوره کې د پټلې د جوړیدو چارې نه دي پیل کړي. تاجیکستان ویلي دي، ترڅو چي په افغانستان کې جگړه نه وي ختمه شوې، پر دغي پروژې به کار پیل نه کړي.

که دغه پروژه بشپړه شي، نو قرغزستان او چین هم لیوالتیا ښوولې ده چې له دغي پټلۍ سره به خپل د اورگاډي شبکې ونښلوي.

نور مطالب: