1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان: د مطبوعاتو آزادي

۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبه

د اوگل سپر » مورادوا « د مړينې د څېړنې او د امان کُربان » امان کليچېف « او سپردوردي » خاجيېف « د آزادۍ لپاره، د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې اېمنټي انټرنېشنل د ١٣٨٥ هجري، لمريزکال د لېندۍ له مياشتې راهيسې په ټول آلمان کې لاسليکونه راټول کړيدي تراوسه پورې ديارلس زره لاسليکونه. د اېمنټي انټرنېشنل فعالين دوه اوونۍ مخکې له خپلوغوښتنوسره په برلين کې د ترکمنستان سفارت ته ورغلل.

https://p.dw.com/p/DMqX
ارواښاده اوگل سپر » مورادوا «
ارواښاده اوگل سپر » مورادوا «انځور: amnesty international

څرنگه چې د سفارت غړو د هغوي د لاسليکونو د لست اخيستل نه منل، نو د اېمنټي انټرنېشنل فعالينو دغه لست د سفارت پُستي صندوق ته ورواچوی.

د شکنجو نښې نښانې

د » مورادوا «، » امان کليچېف « او » خاجيېف « ترنيولووروسته، نه د نوموړو د کورنيوغړواونه هم د هغوي مدافع وکيلانوته وويل شول، چې هغوي په کوم زندان کې دي. تاجي گل » بېگ مېدوا « چې له درې کلونوراهيسې په بلغارياکې د تبعيد په حال کې ژوند کوي، د بشر د حقوقولپاره د هلسنکي د ترکمنۍ ټولنې بنسټ اېښودونکې ده او نوموړي ژورناليستان يې د ټولنې غړي وو، وايي:» ترمحکمې دوه اوونۍ وروسته مورادوا د شکنجو د اغېزوله کبله مړه شوه. د هغې يوه پښه ماته وه، سريې سخت ټپي وو او په ستوني کې يې د زېندۍ کولو نښې نښانې ليدل کېدې. د مورادواخپلوانوته د زنداني کېدوگواښ کېږي، ځکه چې هغوي نړيوالې ټولنې د مورادوا له مړينې نه خبرکړل. او د امان کليچېف اوخاجيېف خپلوان تراوسه پورې لاهم خبر ندي چې نوموړي په کوم زندان کې دي او څنگه دي. «