1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان په خپل مصرف افغانستان ته د اوسپني پټلۍ غځوي

۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبه

د ترکمنستان او افغانستان تر منځ به د اوسپني غځېدونکې پټلۍ افغانستان د ايران او پاکستان له تل پاته اقتصادي محتاجۍ وژغوري.

https://p.dw.com/p/R90x
ددې پټلۍ د جوړيدو ټول مالي لگښت د ترکمنستان حکومت په غاړه اخستی.
ددې پټلۍ د جوړيدو ټول مالي لگښت د ترکمنستان حکومت په غاړه اخستی.انځور: Fotolia/Antje Lindert-Rottke

د اقتصادي چارو ماهرين وايي چي ، د کابل حکومت اوس مهال په دې لټه کي دی چي د خپلي سوداګرۍ لپاره يوه داسي بديله لاره ومومي چي وکولای سي ترينه ګټه پورته کړي.

د دغه کار لپاره د کابل او عشق آباد تر منځ د يوې مهمي اوسپنيزي پټلۍ د جوړيدو پر سر لا وختي خبري پيل سوي دي.

د دغي ترانيزتي لاري جوړيدل به د سيمي د اقتصادي ټيکاو په برخه کي هم کارنده واقع سي.

د افغان– ترکمن د جوړيدونکي اوسپنيزي پټلۍ اوږد والی څه باندي سل کيلومتره ښودل سوی چي د ګاونډي ترکمنستان د اقامراد ښار د افغانستان د اقينې له بندري ښارګوټي سره نښلوي.

ټاکل شوې چي ددغي مهمي اقتصادي پروژې پر سر ډير ژر په کابل کي د افغان اوترکمن چارواکو تر منځ خبري پيل سي.

د ټول ګټو وزارت مرستيال احمدشاه وحيد وايي چي حکومت يي په دي لټه کي دی، هرڅومره ژر چي يي شونتيا وي دغه پروژه په کار پيل او سر ته ورسيږي.

« د ترکمنستان هيواد ولسمشر ددغي ۱۲۶ کيلومتره پټلۍ د جوړيدو ژمنه کړې، او ټول لګښت يي هم د افغانستان خلکو ته د ډالۍ په توګه د ترکمن دولت له لوري ورکول کيږي، موږ هيله من يو چي ژر تر ژره د دغي پټلۍ د جوړيدو کار پيل سي».

ښاغلی وحيد که څه هم ددغي پټلۍ جوړيدل د سوداګريزو راکړو ورکړو په برخه کي يو مهم پرمختګ بولي تر څنګ يې د سيمي د هيوادونو په اقتصادي اوسياسي اړيکو کي هم د بدلون د رامنځ ته کولو وسيله بولي.

افغان چارواکي وايي چي که چيري دوی د ملک د اقتصادي ماشين د حرکت لپاره بديلي لاري و نه مومي نو افغان اقتصادي نظام به د پاکستان او ايران په لومه کي ګير پاته سي.

افغانستان له لسيزو راهيسي له دغو دوو ګاونډيانو سره پراخي اقتصادي اړيکي لري او وخت ناوخته داسي هم پيښيږي چي اقتصادي اړيکي د سياسي اړيکو تر اغيز لاندي راسي.

په تير يوه کال کي څو ځله د ايران او پاکستان له خاوري افغانستان ته رواني هغه په بيلا بيلو سوداګريزو توکو بارپه سلګونو لارۍ ودرول سوې چي د نړيوالو قوانينو مطابق يې افغانانو ته د اړتيا وړ توکي رسول.

په يوه وروستۍ پيښه کي ا يران افغانستان ته د تيلو ليږدونکي ټانکر ودرول چي له دي سره د ملک په بازارونو کي د تيلو بيه په بې ساري توګه وخته او لويه اقتصادي لانجه يي رامنځ ته کړه.

خو اوس افغان دولت د خپلو غربي متحدينو اوپه خاصه توګه د اسيا د نړيوال پراختيايي بانک په مالي همکارۍ هڅه کوي چي له خپلو شمالي ګاونډيانو سره اقتصادي کانال پرانيزي او په دې سره خپلو سوداګريزو معاملو ته نوی ژوند ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل