1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه به نور بې وېزې مهاجر نه پرېږدي

آژانسونه/زيارمل۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير د دغه هیواد د پارلمان غړو ته ويلي دي چي دی خوشبينه دئ چي ترکيه به د غير قانوني مهاجرو د ورتگ مخه نيسي. ترکيې ته له ايران، عراق، افغانستان او الجزاير څخه غير قانوني مهاجر ور روان دي.

https://p.dw.com/p/1HwaF
انځور: picture-alliance/AP Photo/IHH

د جرمني په پارلمان کي د اتحادي گوندونو جرگه گۍ ته د دغه هیواد د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير، د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي ده مخکي د مهاجرو په برخه کي د ترکيې پر همکارۍ شک لاره.

خو هغه ويلي دي چي د ترکيې له چارواکو سره تر خبرو وروسته اوس شک نه لري او د ترکيې چارواکو دا منلې ده چي د جرمني سرحدي ځواکونه د ترکيې په ساحلونو کي له ترکي پوليسو سره په گډه گزمه وکړي.

ديميزير ويلي دي چي هڅي د دې له پاره رواني دي، څو د اروپايي ټولني دباندني سرحدونو ښه خوندي سي.

ديميزير دغه راز د پارلمان غړو ته وويل چي ترکيې پريکړې کړې ده چي نور به د افغانستان، الجزاير، عراق او ايران وگړي بې له وېزې پرې نه ږدي.

اوس نو بايد له يونان څخه داسي موافقه تر لاسه سي چي له ترکيې څخه ورغلي مهاجر او پناه غوښتونکي تر نيولو وروسته بيرته ترکيې ته ولېږي.

دغه دواړه گامونه د دې له پاره اخيستل کيږي، څو اروپا ته د مهاجرت څپو مخنيوی وسي. تر اوسه پوري د افغانستان، الجزاير، عراق او ايران ډېر مهاجر له ترکيې څخه يونان او له هغه ځايه اروپا ته ځانونه رسوي.

ترکيه له ډېرو اسلامي هیوادونو سره د اسانه وېزي ورکولو رژيم لاره، خو اوس د دغه هيواد چارواکو پتېيلې ده چي د سوريې وگړي هم بايد د ورتگ پر مهال وېزه تر لاسه کړي.