1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: دسوریې له زموږ د الوتکو ویشتل ناوړه عواقب لري

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15LNL

د ناتو شورا نن سه شنبه په بروکسل کي د سوریې له خوا د یوې ترکۍ جنګي الوتکي د ویشتلو په هکله سلامشورې کوي. تر دغي لیدني کتني مخکي د انقرې حکومت د سوریې پر مشرتابه باندي سخت انتقادونه وکړل. ملګرو ملتو ته په یوه اعلاميه کي راغلي دي چي دغه پېښه به په سیمه کي سولي او امنیت ته یو لوی ګواښ رامنحته کړي. د سوریې امنیتي ځواکونو دغه بې وسلې ترکۍ الوتکه د تېري جمعې په ورځ وویشتله. په دغه پېښه کي ښايي دوه پیلوټان له منځه تللي وي. د اروپايي ټولني خارجه وزیرانو د سوریې له خوا دغه عمل په کلکه غندلی دئ. د ترکي منابعو په حواله پر یوې بلي الوتکي باندي هم چي غوښتل ئې د دغي الوتکي د پیلوټانو سره مرسته وکړي ، یو برید تر سره سوی دئ.