1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د غبرګو بريدونو تر شا PKK اټکل کوو

۱۳۹۵ آذر ۲۱, یکشنبه

د استانبول په ښار کې "وودا فون آرناى" ورزشي لوبغالي ته نږدې دوو ترهګریزو چاودنو لږ تر لږه ۲۹ تنه وژلي او ۱۶۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي. ظاهراً د دغو بریدونو هدف پولیس ول.

https://p.dw.com/p/2U5ui
Türkei Explosion in Istanbul
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozoglu

چاودنې تیره شپه (د دسمبر په لسمه) د سیمه ېېز وخت مطابق په ۲۲ بجو او ۳۰ دیقیقو رامنځته شوی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په خبره دواړه چاودنې په استنبول کې د "وودا فون آرناى" لوبغالي ته نږدې د فوټبال تر یوه سیالي وروسته رامنځته شوې. د هغه په خبره د دغو بریدونو هدف د ترکیې د پولیسو واحدونو په نښه کول وو. 

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، په وینا په لومړي سر کې د "بیلیش‌تپه" په سیمه کې د شپې په ۲۲ بجو او ۲۹ دقیقو په یوه موټر کې موجود چاودیدونکو توکو ته چې له لیري څخه کنترولیده انفجار ورکړل شو.

وروسته له ۴۵ دقیقو د "ماچکا" په پارک کې یوه بله چاودنه چې یو ځانمرګۍ برید وو ترسره شو.

د سویلو، په خبره په دویمه چاودنه کې وروسته تر دې چې ځانمرګي بریدګر د پولیسو له خوا وپيژندل شو د ځان پورې چاودیدونکو توکو ته یې انفجار ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې ورځې په سحر اعلان وکړ چې د دغو دوو بریدونو په پایله کې تر اوسه پورې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۹ تنو او د ټپیانو ۱۶۶ تنو ته رسیدلی دی.  په ترکیه کې د یوې ورځې له پاره عمومي ماتم اعلان شوې.

د ترکيې د لومړي وزارت معين نعمان کورتلموس ويلي دي چي اټکل کوي چي دغه غبرګ بريدونه به د کوردانو د کاګر ګوند PKK له خوا تر سره سوي وي. نوموړي ويلي چي دا چي په چاودنه کي يو موټر په کار اچول سوی، نو دا دې ته اشاره ده چي دغه بريدونه به یادې ممنوعه ډلې کړي وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان دغه بريدونه په سختو الفاظو غندلي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):