1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکيه سوريايي مهاجرو ته د داخيلېدو اجازه نه ورکوي»

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

د بشري حقونو د سازمان هيومن رايټس واچ په وينا ترکيې سوريايي مهاجر بېرته خپل هيواد ته لېږلي دي. د دغه سازمان په وينا د ترکيې عسکرو د دغو سوريايي مهاجرو مخه نيولې چي ترکيې ته داخل سي.

https://p.dw.com/p/1HB7I
انځور: DW/K. Sheikho

پر ترکيې تنقيد ډېر جدي دی: د بشري حقونو نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ (HRW) پر ترکيه تور لګوي چي دغه هيواد د څو مياشتو راهيسي سوريايي پناه غوښتونکي خپلو پولو ته نه پرېږدي. د دغه سازمان په وينا په دې توګه د کورنۍ جګړه ځپلي هيواد سوريې دغه پناه غوښتونکي د قاچاق وړونکو منګولو ته لويږي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د پناه غوښتونکو کارپوه ګېري سيمپسن ويلي: «د ترکيې د پولي تړل کېدنه د دې لامل سوې چي حامله داره مېرمني، ماشومان، زاړه خلک او ناروغان پر مختلفو ځايونو د پوله ساتونکو ترکي عسکرو څخه هيلي او زارۍ وکړي چي ترکيې ته د داخيلېدو اجازه ورکړي. خو هغوی له ټولو منفي جواب اوري. دا په داسي حال کي چي دغه انسانان د سوريې د جګړې له وحشت څخه په تېښته کي دي.»

هيومن رايټس واچ د خپلو دغو معلوماتو منبع هغه مرکې يادوي چي دوی د پناه غوښتونکو سره کړي دي. د سوريې د فعالينو راپورونه هم د بشري حقونو د ياد سازمان د معلوماتو پخلی کوي.

د سوريايي مهاجر بېله سياسي پناه

د HRW سازمان وايي چي ترکيه د مارچ د مياشتي راهيسي صرف په يو څو استثنايي حالاتو کي و سوريايانو ته د داخلېدو اجازه ورکوي. د ترکيې او سوريې تر منځ صرف د انتاکيا او کيليس ولايتونو پولي د څو ثبت سوو تجارانو او مرستندويه توکو د لېږد رالېږد له پاره پرانستي پاته دي. د HRW په اعلاميه کي راغلي دي چي ترکيې «تر اوسه په سخاوتي توګه د سوريې پناه غوښتونکي منل.» په اعلاميه کي زياته سوې. «د خپلي پولي امنيت ساتل هم د ترکيې حق دی. خو دغه هيواد بايد پناه غوښتونکي بېرته د جګړې سيمو ته ونه لېږدوي.»

د ترکيې په خپله وينا دغه هيواد په سوريه کي په ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې د پېل راهيسي ۲،۲ مليونو سوريايي مهاجرو ته ځای ورکړی دی. دغه مهاجر په ۲۵ مهاجرين کمپونو کي ځای پر ځای سوي دي. خو په ترکيه کي زياتره سوريايان د سرپناه لرونکو سيمو څخه دباندي ژوند کوي او مرستو ته لاس رسی نه لري. د سوريې پناه غوښتونکي په ترکيه کي په رسمي توګه سياسي پناه نه ترلاسه کوي او نه هم ورته د مهاجر درجه ورکول کيږي.

په يونان کي کم مهاجر

ترکيې د هغه وروسته د سوريې سره خپلي پولي ټينګي کړې کله چي ورباندي د ملګرو هيوادونو تنقيدونه زیات سول. دغو هیوادونو پر ترکيه تنقيد کوی چي ګواکي و سوريې ته د داعش د بهرنيو جنګياليو د سفر د مخنيوي له پاره په کافي اندازه هلي ځلي نه کوي. اوس ترکيې د څو مياشتو راهيسي د سوريې سره پر خپله پوله کنټرول زيات کړی دی. د HRW په وينا د ترکيې چارواکو په دې ترڅ کي و ترکيې ته داخله هم مشکله کړې ده.

په يونان کي د لومړي ځل له پاره د دوبي په پرتله د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر په ښکاره توګه کم سوی دی. اټکل کيږي چي وجه به يې د يونان له خوا د پولو کنټرول زياتول وي. د راپورونو له مخي د تيري اونۍ په اخيره کي صرف يو څو سوه مهاجر د يونان اګېيس ټاپو ته رسېدلي دي. حال دا چي په تيرو مياشتو کي به په زرهاؤ مهاجر دغه ټاپو ته رسېدل. دغه اعداد او شمېرې د فرانس پريس خبري آژانس د يونان د کډوالۍ د وزارت په حواله خپرې کړي دي.

د اروپايي اتحاديې او ترکيې د مهاجرو سرمشريزه

د کډوالۍ له پاره نړۍ وال سازمان IOM وايي چي د روان مېلادي کال د پېل راهيسي تقريبا ۶۵۳ زره کډوال د سمندر له لاري يونان ته راغلي دي. اروپايي اتحاديه او ترکيه غواړي چي په راتلونکې يکشنبه د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو يوه سرمشريزه دايره کړي او پکښي پر دغه بحران جر و بحث وکړي.