1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه سوريې ته پلی ځواک نه لېږي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبه

د ترکيې لومړي وزير ويلي دي چي هيواد ئې په پام کي نه لري سوريې ته پلی ځواک ولېږي. انقرې ويلي دي چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د سوريې رژيم د مخالفانو ملاتړ به يوازي هوايي کوي.

https://p.dw.com/p/1G52i
انځور: Reuters/Stringer

د ترکيې لومړي وزير داود اغلو له «حريت» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي هيواد ئې د «اسلامي دولت» (داعش) پر ضد جگړه کي سوريې ته پلی ځواک نه لېږي.

هغه ويلي دي چي انقره او واشنگټن دې موافقې ته رسېدلي دي چي ترکيه په سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي سره د مبارزې په برخه کي د اسد د مخالفانو هوايي ملاتړ وکړي.

حريت ورځپاڼي د اغلو په حواله ليکلي دي: «د سوريې په کردستان کي د ديموکراتيک اتحاد گوند چي د ترکيې د کردانو له کارگر گوند سره اړيکي لري په دې شرط چي د ترکیې پر ضد عمل ونه کړي، او له بشارالاسد رژيم سره خپلي همکارۍ پرېږدي، کولای سي چي په سوريه کي ځای پيدا کړې.»

د پ ک ک پر مرچلونو يرغل

ترکيه اوس د افراطي ډلي «اسلامي دولت» او دغه راز د کردستان د کارگر گوند له موضوع سره لاس او گريوان ده.

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۷) ويلي دي چي د ترکيې جنگي الوتکو د عراق په شمال کي د کردستان د کارگر گوند پر مرچلو باندي هوايي يرغلونه کړي دي. دغه يرغلونه د يکشنبې په ورځ ماښام سوي دي.

د ترکيې پوځ او پوليسو په تيرو څو ورځو کي د دغه هيواد په بېلابېلو سيمو کي د اسلامي دولت ډلي او کردستان د کارگر گوند د پلويانو د نيولو عمليات پيل کړي دي.

ترکیې د تيري جمعې په ورځ سهار وختي په اول وار د کردستان د کارگر گوند (پ ک ک) مرچلونه بمبار کړل.

تر دغي يرغل وروسته د کردستان کارگر گوند د ترکيې له حکومت سره اوربند بې اعتباره اعلان کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب