1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه ـ واده کي ځانمرګي بريد تر ۳۰ زيات انسانان ووژل

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۳۱, یکشنبه

د ترکيې په سويلي ښار عينتاب کي د واده پر مراسمو په بريد کي لږ تر لږه ۳۰ انسانان وژل سوي دي. د چارواکو په وينا تر ۹۰ څخه زيات کسان ژول سوي هم دي. ترکي حکومت دغه يو «وحشي عمل» بللی دی.

https://p.dw.com/p/1JmNh
Türkei Explosion bei Hochzeit in Gaziantep
انځور: Getty Images/AFP

د ترکيې په هيواد کي د واده په مراسمو کي د چاودنې له کبله په وژل سوو ۳۰ انسانانو کي ماشومان هم شامل دي. د دغه سيمي چارواکو ويلي چي په دغه بريد کي ۹۰ انسانان ژوبل سوي هم دي. رسنيو د پيښي داسي انځورونه خپاره کړي چي پکښي د وژل سوو کسانو مړي په روجايانو کي پېچلي تر سترګو کيږي.

د چاودنې وروسته پوليسو سيمه محاصره کړه. د رسنيو د راپورونو له مخي د واده دغه مراسم تر شين آسمان لاندي د عنتاب ښار په هغه سيمه کي تر سره کېدل چي د سوريې و سرحد ته نژدې پرته ده.

پېښه په داسي يوه ناحيه کي رامنځ ته سوې چي پکښي اکثريت اوسېدونکي کوردان دي. د راپورونو له مخي په دغه واده کي ګن شمېر کوردانو هم ګډون کړی ؤ. د ترکيې د کورد پلوه ګوند HDP ويلي چي په دغه واده کي د دوی د ګوند بعضي ملګري هم ګډونوال ول.

«د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به ادامه ولري»

د ترکيې د لومړي وزير بن علي ييلدريم په وينا ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه «ترهګربريد» په سختو الفاظو غندلی دی. هغه ويلي چي دغه بريد «د خوشالۍ محفل د غم په ځای بدل کړ.» لومړي وزير ييلدريم وويل: «که د دغه ترهګر سازمان نوم هر څه هم وي، موږ به د يو ملت، دولت او حکومت په توګه د هغوی پر ضد مبارزې ته به ادامه ورکړو.»

د لومړي وزیر ييلدريم مرستيال محمېت زيمزېک د پيښي په شپه لا د روغتيايي چارو د وزير رجب اکداګ سره يوځای د بريد ځای ته ولاړی. دغو چارواکو د ژوبل سوو کسانو سره وليدل. محمېت زيمزېک وويل: «دا د ډليزه وژني او ظلم يو بې سارې پېښه ده.» هغه وويل چي ترکيه د ټولو ترهګرو سازمانونو پر ضد ده.

مسؤلين نه دي معلوم

د دغه بريد پړه د يکشنبې (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۱مه نېټه) تر سهار پوري لا چا په غاړه نه وه اخيستې. د ترکيې د حکومتي ګوند AKP يو استازي ويلي دي چي د دغه بريد تر شا د داعش لاس دی. ياده ډلې په ترکيه کي تر مخه هم بريدونه کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):