1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه له اروپايي ټولني سره د کډوالو پر سر توافق مراعتوي

۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبه

له اروپايي ټولني سره په اړيکو کي له ترينگلتيا سره سره بيا هم ترکه له دغي اتحاديې سره د مهاجرو پر سر توافق مراعتوي. د يونان ټاپو ګانو ته د پناه غوښتونکو په ورتگ کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2azlE
Griechenland Flüchtlinge auf der Balkanroute
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د يونان د مهاجرو د بحران ډلي د دوشنبې په ورځ، رپوټ ورکړی چې د آژه سمندرګي په ختيځ کې د يونان ټاپو ګانو ته له ترکيې څخه د پناه غوښتونکو په راتگ نور هم کمښت راغلی دی.

دغي ډلي زياکړې،چې د اپريل مياشتي په لومړيو لسو ورځو کې، په منځني ډول ۳۱ تنه مهاجر د يونان ټاپو ګانو ته رسیدلي دي. له يکشنبې څخه تر دوشنبې ورځې پوري بيا يوازي يو تن نوي رسیدلی مهاجر ثبت شوی دې.

د روان ميلادي کال له پيل څخه د اپريل مياشتې تر لسمې نيټې پوري، په ټوليزه توګه ۴۵۴۲ پناه غوښتونکي د يونان ټاپو ګانو ته رسيدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تيرکال په همدغه وخت کې ۹۱ زره مهاجر راغلي ول.

له هغه وخت راهيسي (د تير کال اپريل مياشت) چې د بالکان هيوادونو د بالکان مسير د مهاجرو پرمخ وتاړه او ترکيې له اروپايي ټولني سره د مهاجرو په اړه تړون لاسلیک کړ د پناه غوښتونکو په راتگ کې کمښت راغلی دې.

د دې تړون له مخې ترکيه بايد د يونان پر لور د مهاجرو د ورتگ مخه ونيسي. اروپايي اتحاديه بيا کولاي شي ټول هغه مهاجر چې په ناقانونه توګه له ترکيې څخه د يونان ټاپو ګانو ته رسیدلي او د پناه غوښتنه يې رد شوي وي وکړاي شي بيرته دې هيواد ته ستانه کړي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: