1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ترکيې غوښتنه رد کړه

۱۳۹۵ آبان ۸, شنبه

د ترکيې د دفاع وزير له اروپايي اتحاديې څخه غوښتي دي چې په آژه سمندرګي کې دې خپل پوځي ماموريت د روان کال په پای کي ختم کړي. ترکيې ويلې چې د دغه ماموريت دوام ته اړتيا نشته خو د ناټو له لورې دغه غوښتنه رد شوې ده.

https://p.dw.com/p/2RsJt
Deutschland Wilhelmshafen Versorgungsschiff Bonn für die Ägäis
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Wagner

  ناټو په آژه سمندرګي کې د مهاجرت موضوع په تړاو د ترکيې د غوښتنې خلاف، د خپل پوځي ماموريت د مودې د غځولو اعلان کړی. خو ترکيه وايي چې د دغه ماموريت وخت نور پای ته رسیدلی او له ناټو څخه يې غوښتي څو د روان کال تر پايه دغه ماموريت ختم کړي.

د ناټو سازمان سرچينو د جمعې په ورځ وويل چې په آژه سمندرګې کې د دغه اتحاد د ماموريت د ختميدو په اړه اوس مهال کومه مشخصه نيټه نده ښودل شوې. تر دې د مخه ترکيې له ناټو څخه غوښتي وو چې، دغه ماموريت چې« خپلو موخو ته رسيدلی دي، له همدې وجې» بايد د روان کال تر پایه دې پاي ته ورسيږي.

د ناټو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبرې آژانس ته وويل:« په آژه سمندرګې کې د ناټو د ماموريت د ختميدو په اړه کوم مشخص تاريخ ندي ټاکل شوی. خو ناټو خپله د دغه ماموريت په اړه په وار وار تجدید د نظر کړی دی».

د مهاجرو د سيلونو د مخنيوي له پاره

په ۲۰۱۵ کال کې د آژه سمندرګې له لارې په لکونو مهاجر يونان او بيا د بالکان هيوادونو له لارو لويديځې او شمالي اروپا هيوادونو ته ورسيدل. د مهاجرو د دغو سيلونو د مخنيوي په موخه، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ناټو په آژه سمندرګي کې خپل سمندري ځواکونه ځاي پرځای کړل. د دغو ځواکونو د ځای پرځای کيدو وړانديز د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو آلمان، يونان او ترکيې لخوا شوې وو. د دغه ماموريت په چوکاټ کې اوسمهال په آژه سمندرګي کې د ناټو غړو هيوادونو کشتیانې په فعاليت بوختې دي. دغه ځواکونه د دغې سيمې د هوايي وضعيت څارنه هم کوي.

 د ترکيې د دفاع وزير فکري ايزک، د پنجشنبې په ورځ، د دغه ماموريت د پای ته رسيدلو غوښتونکی شو. هغه وويل: « اوس د ستنيدلو وخت دی، ځکه نور په آژه سمندرګي کې د ناټو ځواکونو شتون ته اړتيا نه ليدل کيږي». د ترکيې د دفاع وزير دغه خبره، په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادو د دفاع وزيرانو له يوې کتنې وروسته کړې ده. هغه زياته کړې:« دا یو موقتي ماموريت وو، چې خپلو موخو ته رسيدلی دی. له دې وجې غځولو لپاره يې کوم دليل شتون نلري».

هغه ډاډ ورکړ چې د ترکيې حکومت، اروپا ته د مهاجرو د سيلونو د مخنيوي په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او له ناټو سازمان څخه يې غوښتلي دي چې د روان کال تر پايه دې په آژه سمندرګي کې خپل پوځي ماموريت پاي ته ورسوي.

د ناټو سکرتر جنرل ينس سټولتن برګ، په آژه سمندرګي کې د ناټو ماموريت ګټور بللی او ويلي يې دې چې دې سره د مهاجرو په شمير کې ډير کموالی او دغه راز په حالاتو کې توپيرونه رامنځ ته شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.10.2015):