1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه په کندهار کي کونسلگري پرانيزي

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د ترکيې سفير وايي چي ډېر ژر به په کندهار کي کونسلگري پرانيزي او له کندهاره به ترکيې ته د مسافر وړونکو الوتکو الوتني هم پيل سي.

https://p.dw.com/p/1Hh6l
انځور: DW

علي ساینت اکین ننه چهارشنبه (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۰مه) په کندهار کي له غرمې وروسته په کندهارکي وویل چي د کونسلګرۍ په پرانيستلو سره به د ویزې ترلاسه کولو کار هم اسانه او خلک به وکولای سي، چي په کابل کي د سفارت پرځای همدلته په کندهار کي له کونسلګرۍ څخه ویزې ترلاسه کړي.

سفیر کندهاریانو ته زیری ورکړ چي د همدې میاشتي په ورستیو کي به د «ترکیش ایرلاينس» تخنیکي ډله کندهار ته سفر وکړي، څو ترکيې ته د مستقیمو الوتنو ته لاري چاري برابري کړي: «تېره میاشت موږ په کابل کي د کندهار له والي سره د پروازونو په اړه مفصلي خبري کړي دي او په دې اړه هیڅ ستونزه نه سته، ډير ژر یعني د دې میاشتي په اخر کي به کندهاریان ترکيې ته مستقیمي الوتني پیل کړي.»

د ده په خبره امکان لري، چي د ویزې د لاښې اسانۍ له پاره له مسافر وړونکو شرکتونو سره قرارداد لاسلیک کړو او له هغه لوري کندهاریان په اسانۍ ویزه ترلاسه کړي.

هغه په کندهار کي وويل، که د تاریخ پاڼي واړوو، نو هلته به راته څرګنده سي، چي کله په دواړو ملتونو (افغان او ترک) کي هر یو له ستونزي سره مخ سوی دی، نو هغه بل د خلاصون لاس ورکړی دی، چي له ستونزو يې وژغوري: «افغانانو موږ ته زموږ د ازادۍ ګټلو پرمهال لاس راکړی وو، اوس وخت رارسیدلی دی چي موږ افغانانو ته له روانو ناخوالو څخه د ژغورولو له پاره لاس ورکړو.»

نوموړي د کندهار امنیت ښه یاد کړ او زیاته يې کړه، چي په دې نژدي وخت کي به د ترکیې لومړی وزیرهم کندهار ته راسي او دلته به له مخورو، سوداګرو، چارواکو او فرهنګیانو سره وګوري، څو د ترکیې او افغانستان دوستي نوره هم ټینګه سي.

سفیر وویل، لکه څرنګه چي افغانان د ترکیې لیدولو ته لیوال دي، همداسي ترکان هم د افغانستان لیدولو ته لیوال دي او غواړي، چي دغه زړه دوستي نوره هم وپالي.

د یادوني وړ ده چي تردې وړاندي په کندهارکي د (افغان ترک) عالی لیسه هم موجوده ده، چي تر دولسم ټولګي پوري ځوانان روزي او ددې لیسې مسئولان وايي چي پلان لري د نجونو له پاره هم یوه لیسه پرانیزي او په دې ډول د هلکانو ترڅنګ نجونو ته هم تر بکلوریا پوري د زده کړو زمینه چمتو کړي.