ترکيي له اسراييلو سره خپلي اړيکي محدودي کړي
۱۳۸۹ خرداد ۱۵, شنبهد څو مياشتو راهيسي اسرائيلو غزه محاصره کړېده چي له وجې يې د غزې خلک د سختو ستونزو سره مخامخ دي. د نړۍ د بېلا بيلو هيوادونو څخه فعالين دا غوښتنه کوي چي د غزې محاصره دي ماته کړل سي. پدې ترڅ کي فعالين هڅه کوي چي په کومکي توکو بار کښتۍ غزې ته ورسوي. يوه اونۍ تر مخه هغه ترکۍ کښتۍ چي پکښي د نړۍ د بېلا بيلو هيوادونو فعالين سپاره وه، په نړۍ والو اوبو کي د اسرائيلي پوځ لخوا په زوره ونيول سوه چي په ترڅ کي يې نهه فعالين ووژل سول او گڼ شمېر نور ژوبل هم سول. د دغې پيښي وروسته اسرائيل په نړۍ واله توگه د گوتنيونو سره مخامخ سو او د ترکيې سره يې هم اړيکي زيانمنې سوې.
د نوموړي پيښي څخه يوه اونۍ وروسته اوس يوه بله کښتۍ د غزې و ساحل ته نژدې سوېده. پدغه کښتۍ کي شل کسان سپاره دي چي پکښي د نوبل جايزې گټونکي د شمالي آيرلېنډ تابع ماي رېډ مېگايړ هم شامله دي. د وروستيو خبرونو له مخې راشل کوري نومي په کومکي توکو بار دغه کښتۍ اوس د غزې و ساحل ته نژدې سوېده. خو د اسرائيل درې جنگي بېړۍ دغه آيرلېنډۍ کښتۍ چي د غزې لپاره امدادي توکي په بار دي تعقيبوي او ورڅخه غوښتنه کوي چي بېرته پر شا سي او د غزې و ساحل ته د ورنژدې کيدلو هڅه ونه کړي. د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزارت وياند يوسي گال و خبريالانو ته وويل:
«اسرائيل نه غواړي چي تاو تريخوالي رامنځ ته سي. موږ نه غواړو چي دغه کښتۍ په زور ونيسو. خو کله ددغې کښتۍ خلک پرېکړه وکړي او د اسرائيل و بند اشدود ته ولاړه سي نو به ورته د امن ضمانت ورکړ سي.»
خو د فعالينو د ليد لوره څخه دغه کار به د دوي ماته وې. له همدې وجې دوي کوښښ کوي چي په مستقيقه توگه غزې ته کومکي توکي وروړي او پدې توگه د غزې محاصره ماته کړي. يوه اونۍ تر مخه د همدغسي يوې هڅې وروسته د ترکيې او اسرائيل اړيکي سختي زيانمنې سوې.
د ترکيې او د اسرائيل تر منځ اړيکي هغه وخت زيانمنې سوې کله چي يوه اونۍ تر مخه اسرائيلي پوځ هغه کښتۍ ونيوله چي ورباندي د ترکيې بيرغ رپېدي. پدغه پېښه کي نه کسان ووژل سول چي د ټولو تړاو د ترکيې سره ؤ. دغه او نور کسان په يوه کښتۍ کي سپاره وه چي غوښتل يې و کلابندې غزې ته کومکي توکي ورسوي خو اسرائيل ورته اجازه ورنه نه کړه او دغه کښتۍ يې د ځانگړو کومندويي پوځيانو په مرسته په نړۍ والو اوبو کي ونيول چي په ترڅ کي يې په کښتۍ کي سپرو کسانو ته مرگ ژوبله واوښته. اسرائيل دغه کښتۍ و خپل ساحل ته کش کړه او ټوله سپرلي يې ونيوله. د نړۍ وال فشار په ترڅ کي اسرائيل نيول سوي ټوله کسان خوشي کړه او د وژل سوؤ کسانو مړي هم ترکيې ته واستول سول.
د جمعې په ورځ د وژل سوؤ نهو کسانو د جنازې لمونځ په استانبول کي ادا کړل سو چي پکښي په لسگونو زرو انسانانو برخه واخيسته. په جنازه کي گډون کوونکو کسانو د اسرائيل په وړاندي سختي نعرې ووهلې.
ترکيه هغه هيواد دي چي د اسرائيل سره ښه د اقتصادي او پوځي گډ کار شاليد لري. خو د نوموړي پيښي وروسته د دواړو هيوادونو اړيکو سخت زيان ليدلي دي. پداسي حال کي چي اسرائيل پړه په فعالينو اچوي چي د اسرائيل د څو واره گواښنې سره سره يې بيا هم و غزې ته د خپلې کښتۍ سفر جاري وساتي ترکيه د اسرائيلو د چلن څخه سخته ناخوښه ده. د ترکيې ولس مشر عبدالله گل په ښکاره الفاظو د اسرائيلو لخوا په نړۍ والو اوبو کي د ترکي وگړو وژل وغندل او وې ويل:
«وژل سوي کسان شهيدان دي چي د ضرورت مندو کسانو د مرستې و ږغ ته يې لبيک ويلي ؤ او خپل ژوندونونه يې قربان کړل. د اسرائيلو د دغه ناوړه چلن وروسته ډېر څه بدل سول. د ترکيې او اسرائيلو تر منځ به اړيکي هيڅ کله هغسي نه سي لکه د پيښي تر مخه چي وې.»
د جمعې په سهار و ترکيې ته هغه کسان هم راورسېدل چي په پېښه کي ژوبل سوي وه. د ترکيې لومړي وزير طيب اېردوان په روغتون کي د ژوبل سوؤ کسانو څخه کتنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چي اسرائيل بايد په نړۍ واله توگه د خپل ناوړه چلن لپاره جزا وويني.
د جمعې په ورځ د ترکي حکومت معاون بيولنټ آرينک خبريالانو ته وويل چي د اسرائيلو سره د ترکيې اړيکي آخري حد ته راټيټي سوي دي. د ترکيې د انرژۍ وزير تانريلديڅ بيا وويل چي په خپل هيواد کي روان د هغې پروژې کار يې درولي دي چي له مخي يې و اسرائيل ته د روسي تيلو د رسولو لپاره پايپ لاين يا نل ليکه جوړېدله. د دې تر څنگ و اسرائيل ته د چښاک د اوبو د رسولو يوه پروژه هم ځنډول سوېده.
ترکيې د احتجاج په توگه د اسرائيل څخه خپل سفير هم بېرته رابللي دي او ټوله د اسرائيل سره يې خپل توله گډ پوځي تمرينونه هم ځنډولي دي.
نړيوال آزانسونه/ احمد ولي اڅکزي
کتونکي: عبدالباري حکيم