1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې ته به د انګيلا ميرکل سفر ساده نه وي

۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبه

د آلمان د لومړۍ وزيرې انگيلاميرکل او د ترکيې د لومړي وزير تايپ اردوگان تر منځ تاوتريخوالی نه سته. برخلاف دواړه يو د بل درناوی کوي، د دوی اړيکې دوستانه او پر مخالفتونو باندې په آزاده توگه بحثونه سره کوي...

https://p.dw.com/p/Mgaj
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د ترکيې د لومړی وزير تايب اردوګان سره
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د ترکيې د لومړی وزير تايب اردوګان سرهانځور: AP

يو لوی توپير يا د نظر مخالفت هم دا دئ، چې آيا ترکيه د اورپايي ټولنې په غړيتوب ومنل شي او که نه. د ميرکل گوند مسحي دموکرات گوند او د باير له ايالت څخه د دوی ملگری مسيحي سوسيال گوند د آلمان په پارلمان کې يواځيني گوندونه دي، چې اورپايي ټولنې ته د ترکيې له راتگ سره مخالفت کوي. تېر منی مسيحي دموکراتانو په خپلو انتخاباتي مبارزو کې دا ټکی په غټو تورو سره ليکلی وو چي د ميرکل له قوله:

«موږ د دې پلويان يو، چې ترکيه د اورپايي ټولنې د غړيتوب پر ځای د خپل يوه ممتاز ملگري په توگه وپېژنو. موږ ورسره د ډېر نږدې گاونډيتوب او ملگريتا سياست غوره بولو، خو اورپايي ټولنه هم بې سرحده نه شي پراخېدلی.»

د حکومتي ائتلاف په تړون کې چې د ميرکل مسيحي ټلوالې له آزادو دموکراتانو FDP سره کړی، دا راوړل شوي چې: په 2005 ميلادي کال کې د راشريکېدنې صلاح مشورې دا سې يوه پروسه ده، چې وړاندې په روانه وي او مخه يې خلاصه ده. د آزادو دموکراتانو FDP سياستمدارانو، لکه ترکي اصله پارلماني استازي سرکان تورين ته روښانه ده.

«کوم څه چې په ائتلافي تړون کې راغلي موږ ته د حکومت په توگه د منلو وړ دي. له همدې کبله د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله ترکيې ته ولاړ، هلته يې برملا کړه، چې دا خبرې اترې به دوام کوي او مخه يې پرانستې ده.»

شتوتڅله وړاندې ليکي، که پايله هر څه هم وي، خو خبره دا ده، چې تر هغه پورې ډېر زيات وخت پاتې دئ. نو ځکه د ترکيې لومړی وزير اردوگان اول لنډ مهاله موخې تر سره کوي. له کوم وخت راهيسې چې اورپايي ټولنې څو اونۍ مخکې د پخوانۍ يوگوسلاويا يو شمېر هېوادونو ته د ويزې آزادي ورکړه، اردوگان هم خپلو خلکو ته د ورته امتياز هلې ځلې کوي. د آلمان حکومت له غير قانوني راتگ څخه وېره لري، نو ځکه غواړي چې لومړی يو شمېر شرطونه سره کېښول شي، د کومو په ډله کې چې نه جعلي جوړېدونکي بيومتريک پاسپورتونه هم شامل دي. په دې برخه کې د دوی ائتلافي ملگری تورين هم ورته نظر لري.

«زما په خيال، تر هر څه د مخه به مهمه وي، دا تخنيکي مشکل حل کړل شي، البته انگيلاميرکل ته به هم دا ډاډ ورکړل شي، چې ترکيه په دې لټه کې ده، چې دا ربړه يوه خوا کړي، وروسته بيا ممکنه بولم، چې يوه د حل مناسبه لار به سره وموندل شي.»

Stützle, Peter/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل