1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې د روسيې يوه جنگي الوتکه را اچولې ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د ترکيې هوايي ځواک له سوريې سره په سرحد کي يوه پوځي الوتکه ويشتلې او رااچولې ده. الوتکه د سوريې په خاوره کي لوېدلې ده. ويل کيږي چي دغه الوتکه د روسيې په پوځ پوري اړه لرله.

https://p.dw.com/p/1HB6t
انځور: picture-alliance/dpa/Anadolu Agency

د رسنيو د راپورونو له مخي د ترکيې هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۴مه) له سوريې سره په سرحد کي يوه پوځي الوتکه ويشتلې او رااچولې ده. الوتکي اور اخيستی او د سوريې په خاوره کي لوېدلې ده.

ترکي ژبي CNN تلويزيوني شنبکې او NTV دغه خبر د ترکيې د پوځي چارواکو په حواله ورکړی دئ. ويل کيږي چي دغه روسۍ الوتکه د ترکيې هوايي حريم ته ننوتې وه.

خو د روسيې د دفاع وزارت انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي ويشتل سوې الوتکه SU-24 ډوله روسۍ جنگي الوتکه ده. وزارت ويلي دي چي الوتکه د ترکيې هوايي حريم ته ننوتې نه ده او د سوريې په خاوره کي ويشتل سوې ده.

خو د ترکيې پوځ ويلي دي چي ياده الوتکه د دوی هوايي حريم ته ننوتلې او د دوی جنگي الوتکو ويشتلې ده. زياته سوې ده چي د ويشتل سوي الوتکي پيلوټ ته په پنځو دقيقو کي لس واري اخطار ورکړل سوی دئ.

پيلوټانو په پراشوټ سره له الوتکي غورځېدلي

د ترکيې دولتي خبري آژانس «آناتولي» د ويشتل سوي الوتکي د رالوېدو ويډیو خپره کړې ده. په ويډیو کي ليدل کيږي چي يوې الوتکي اور اخيستی او مځکي ته رالويږي.

په ويډیو کي دغه راز ليدل کيږي چي دوه پيلوټان په پراشوټ کي له الوتکي څخه غورځي.

يو پيلوټ غالباً وژل سوی

د ترکيې د دوغان خبري آژنس د راپور له مخي د روسيې څرخۍ الوتکي د رالوېدلي جنگي الوتکي په پيلوټانو پسې گرځي. د سوريې ياغيانو د معلوماتو له مخي يو پيلوټ وژل سوی دئ. د «لسم غونډ» په نوم يوې ډلي په انترنيت کي داسي ويډیو خپره کړې ده چي يو جسد پکښې ښوول کیږي. په ويډيو کي يو تن په يونيفورم کي پروت ښوول کيږي او ويل کيږي چي ياغيانو وژلی دئ. په دوهم پيلوټ پسې لټون روان دئ.

داچي ويډیو حقيقت لري که نه تر اوسه پوري روښانه نه ده. د سوريې «آزاد پوځ» غړو ويلي دي چي يو پيلوټ وژل سوی دئ.

د ترکيې د لومړی وزير احمد داود اوغلو دفتر ويلي دي چي ترکيه به دغه موضوع له ناټو او ملگرو ملتونو سره شريکه کړي.

په دې پيښي سره تر کيې ته د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرگي لاوروف سفر چي په پلان کي وه د چهارشنبې په ورځ انقرې وسي، لږ شک پکښې پيدا سوی. روسيه تلاښ کوي چي د سوريې او ترکيې ترمنځ خرابي اړيکي بيرته ورغوي.

روسيې له څو اونيو راهيسي په سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب