1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې يو ځل بيا پر سوريې باندې توغندي وتوغول

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

ترکي پوځ پر خپله خاوره باندې د سوریې له خوا د توغندیو د برید په ځواب کې په څلورمه ورځ هم پر دې هیواد باندې توغندي وتوغول. د ترکي رسنيو په حواله د دې هیواد پوځ دغه بریدونه د سوریې له خوا د تازه بریدونو په ځواب کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/16Lbe
انځور: AFP/Getty Images

د ترکیې رسنیو خبر ورکړ چې د دې هیواد پوځ د شنبې په ورځ تر هغه وروسته پر سوریې باندې ځوابي توغندي وتوغول چې د همدې ورځې په شپه د سوریې له خوا بر ترکیې باندې د توغندیو نوي بریدونه وشول.

د تيرو څلورو ورځو په اوږدو کې دا دريم ځل دئ چې له سوريې څخه پر ترکیې باندې توغندي توغول کیږي. د ترکي خبري آژانس انادولو، د رپوټ پر اساس د سوريې له خاوري څخه دريم راکټي بريد د جمعې په ورځ ناوخته تر سره شو. دغه خبري آژانس وایي چې ترکي پوځ هم د توغنديو ځواب په بريدونو ورکړی دئ.

تر دې مخکې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ هم ترکي قواو د سوريې د توغندیو ځوابونه په بريدونو ورکړي ول. د دواړو هیوادونو تر منځ هغه وخت د توغندل تبادله شول چې د لومړي ځل له پاره سوریې د ترکیې د آقجاقلعه په توغندیو وویشته چې له کبله ئې پنځه تنه ملکي کسان ووژل شول.

ترکيې په ځوابي بمباريو کي د سوريې پوځي مقرونه په نښه کړل چې په کې يو شمیر سوريايي پوځيان ووژل شول. د ترکيې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد پوځ ته د دې اجازه ورکړه چي د یوه کال له پاره پر سوریې ځمکني او هوايي ځوابي بریدونه وکړي.

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان، د جمعې په ورځ په جدي توگه له سوريې څخه غوښتنه وکړه چي «د ترکيې حوصله و نه ازمويي.» نوموړي زياته کړې وه چې ترکيه له سوريې سره جگړه نه غواړي، خو که ورته مجبوره کړل سي نو بيا به پر شا نه شي.

المانۍ لومړۍ وزيرې انگلا میرکل هم د ترکيې او سوريې پر کړکیچ خواښينۍ څرگنده کړې ده او وضعه ئې «جدي» بللې ده.

د ملگرو ملتونو د ۱۹۷۴ کال د مهمو قواعدو له مخي د يوه هيواد له خوا د بل هيواد پر خاوره بريد د هغه هيواد پر ځمکیني تمامیت باندې د برید معنی ورکوي. که د دا ډول بريد له کبله تر بريد لاندې راغلی هيواد خپل سرتیري بريد کوونکي هيواد ته واستوي نو بيا د امنيت شورا پریکړه کوي چي دا یو دفاعي عمل وو او که نه.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش