1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې په سوريه کي پر داعش هوايي يرغل کړی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۲, جمعه

ترکيې په سوروچ سرحدي ښار کي تر خونړۍ چاودني وروسته خپل دريځ بدل کړی دئ: جنگي الوتکو ئې په سوريه کي پر «اسلامي دولت» ډلي هوايي يرغل کړی او امریکا کولای سي پر افراطيانو د بريد له پاره د دوی يوه اډه وکاروي.

https://p.dw.com/p/1G3zV
انځور: picture-alliance/AA/Veli Gurgah

د ترکيې د هوايي ځواک جنگي الوتکو په گاونډي هيواد سوريه کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پر مرچلونو نن د جمعې په ورځ سهار وختي يرغل کړی دئ. دغه خبر په انکره کي د لومړي وزير احمد داود اوغلو دفتر هم تائيد کړی دئ.

گومان کيږي چي دغه هوايي يرغل به د هغي خونړۍ چاودني جواب وي چي له سوريې سره د ترکيې په سرحدي ښار سوروچ کي وسوه او ۳۲ انسانان پکښې ووژل سول.

ترکي چارواکي وايي چي دوی داسي شواهد لري چي ښيي دغه چاودنه تروريستي ډلي «اسلامي دولت» کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ په سرحدي سيمو کي د ترکي ځواکونو او داعش جنگياليو ترمنځ وسله والي نښتي هم سوي دي. د ترکيې د وسله وال ځواک په حواله په دغو نښتو کي يو عسکر او د داعش يو جنگي وژل سوی دئ.

امريکا ته اډه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي تر اوږده ځنډ او زړه نازړه توب وروسته ترکيې اجازه ورکړې ده چي په عراق او سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد د هوايي بريدونو له پاره د دوی له «اينجرليک» هوايي اډې څخه کار واخلي.

ترکيې چارواکو تر اوسه پوري لا په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي.

که څه هم چي ترکيه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د امریکا په مشرتوب ائتلاف غړی دی، خو بيا ئې هم د دغه ائتلاف په اختيار کي د اينجرليک هوايي اډې له ورکولو څخه ډډه کوله.

دغه هوايي اډه ځکه ډېره مهمه ده چي د سوريې د سرحد په ۱۰۰ کيلومترۍ د ترکيې په «آدانا» ښار کي ده او امريکا متحد ايالات نه يوازي په جنگي الوتکو سره په سوريه کي پر ياغيانو يرغل کولای سي، بلکي له څرخۍ الوتکو څخه هم د سوريې په شمال کي کار اخيستلای سي.

دغه هوايي اډه دغه راز د عراق شمالي سرحد ته هم نژدې ده چي د امریکا په مشرتوب ائتلاف په عراق کي پر «اسلامي دولت» ډلي بمبار وکړي.