1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه:د افغانستان د سولي په پروسه کي مرسته کوو

۱۳۸۹ اسفند ۸, یکشنبه

د ترکيي حکومت ويلي دي، که چيري طالبان خپلي وسلي په ځمکه کيږدي، هغه چمتو ده د هغو او افغان حکومت ترمنځ په روغه جوړه کي مرسته وکړي. مخکی له دی ولسمشر کرزي له ترکيي څخه د داسی منځګړیتوب غوښتنه کړی وه

https://p.dw.com/p/R4cD
ترکیه د ناتو یواحڼي مسلمان غړی هیواد دی
ترکیه د ناتو یواحڼي مسلمان غړی هیواد دیانځور: AP Graphics/DW

ترکيي ژمنه وکړه چی له افغانستان سره د د روغي جويړ په هڅو کي مرسته وکړي. د ترکيي د بهرنيو چارو وزارت په يوی وينا پاڼي کي چي پرون په انقره کي خپره شوي ده راغلي دي چي د ترکيي حکومت چمتو دی د افغانستان د سولي له عالي شورا سره چي غواړي له طالبانو سره روغه جوړه وکړي مرسته وکړي.

انقري دغه ژمنه وروسته له هغي وکړه چي د افغانستان د سولي د عالي شورا رييس برهان الدين رباني دا اوني په ترکیه کی يه ليدنو کتنو بوخت دی.

په هغي يو ګدي وينا پاڼي کي چي د رباني او د ترکيي د بهرنيو چارو د وزير احمد دولت اغلو له خوا خپره شوه راغلي دي: « د ترکيي حکومت د افغانستان د سولي عالي شورا د هغه يو مخکښ ارګان په توګه پيژني چي غواړي په افغانستان کي د سولي او روغي جوړي لپاره لاره اواره کړي. د ترکيي حکومت له دغو هڅو څخه پوره ملاتړ کوي.»

په وينا پانه کي وړاندي راغلي دي: « افغانستان او ترکيه دواړه به له له ټولو اړخونو سره د مشورو او همکاريو له لاري د سولي په ټينګښت کي په ګډه کار وکړي تر څو په دي لاره کي د هڅو او زيارونو پايلي برياليتوب ته ورسيږي.»

په وينا پاڼي کي راغلي دي چي رباني ترکيي ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کي د هغه هيواد له بهرنيو چارو وزيردولت اوغلو سره به نوری خبري اتري هم ولري. هغه همدا راز د ترکيي له ولسشمر عبدالله ګل او د ترکيي له صدراعظم، رجب طيب اردوګان سره هم وليدل.»

د افغانستان د سولي عالي شورا تير ميلادي کي د يوي لوي جرګي له پریکړي څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي له خوا دنده په غاړه واخيستله ترڅو د افغانستان د حکومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ روغه جوړه وکړي.

تر اوسه پوري طالبانو په رسمي توګه د سولي د عالي شورا هر ډول وړانديز رد کړي دي. خو د هغي شورا د سر چينو د معلوماتو له مخي له طالبانو سره پټي خبري اتري رواني دي. د افغان حکومت وسلوال مخالفین له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر بشپړ وتلو تینګار کوی.

په تير دسمبر کي کرزي ترکيي ته د خپل سفر په ترڅ کي وړانيز کړي ؤ چي طالبان کولاي شي چي په ترکيه يا کوم بل ناپلوي هيواد کي د روغي جوړي يو دفتر پرانيځي ترڅو د سولي پروسي کي عملي ګامونه واخيستل شي. کرزي وويل چي دی به ډير خوښ شي که چيري ترکيه له دي وړانديز سره موافقه وکړي.

که څه هم د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل ويلي دي چي هغه د افغانستان د مشر له داسي يو وړانيز څخه خبر نه دي ، خو هغه ټينګار وکړ چي ترکيه به په جګړه ځپلي افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينګښت لپاره له خپلي هيڅ ډول مرستي سپما ونه کړي.

له 2001 کال څخه را په دي خوا چي طالبانو رژيم نسکور شوي دي، په افغانستان کي د کابو 140 زرو نړيوالو سرتيرو د شتون سره په دي هيواد کي د جګړو او زور زياتيو ټغر نه دي ټول شوي.

ترکيه د ناتو یواځنی مسلمان غړي هيواد په توګه هم په افغانستان کي د نړيوال امنيتی مرستندوی ځواک ايساف په چوکات کي سرتيري لري. خو د دغه هيواد سرتيري په جنګي عملياتو کي برخه نه اخلي.

خبری آژانسونه/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی