1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکیه افغان مهاجر په غیرقانوني توگه اخراجوي»

۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان وايي چي د مهاجرو په برخه کي د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ تړون تر لاسلیکیدو یوازي څو ساعته وروسته، ترکیې شاوخوا۳۰ افغان مهاجرین افغانستان ته اخراج کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IILR
اروپا ته مهاجرت
انځور: Getty Images/A. Koerner

د امنیسټي انترنېشنل د معلوماتو له مخي، ترکیې د دغو افغان مهاجرو د پناه غوښتني له عادلانه پروسې سره مخالفت کړی دی او د هغوی قضیې یې نه دي څېړلي. اخراج سوي افغانان به نو اوس په افغانستان کي د طالبانو له خطر سره مخامخ وي.

په اخراج سوو افغانانوکي نارینه، ښځي او کوچنیان شامل ول. د بخښني نړيوال سازمان په خبره د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرو په برخه کي تړون اوس ښيي چي هغه د مهاجرو ژوند څومره له خطر سره مخامخ کوي.

ياد سازمان وايي چي دوی ته داسي معلومات رسیدلي دي چي ترکیې په دغه اخراجولو سره نه اروپايي او نه هم د بین امللي حقوق معيارونه په پام کي نیولي دي.

د بخښني نړیوال سازمان وايي چي د مارچ میاشتي پر ۱۸نېټه د جمعې په ورځ د شپې پر ۱۱ بجو باندي، د تړون تر لاسليکېدو يوازي څو ساعته وروسته د یوه افغان له خوا په ډیري وارخطايي سره ورته تلیفون وسو، چي اوس دوی د استانبول په هوايي میدان کي دی.

تر یوه ساعت وروسته په انقره کي تر لنډ توقف وروسته هغه بیا ورته تلیفون وکړ، او ویې ویل ، چي هغه او شاوخوا ۳۰ نور افغانان کابل ته په زوره استول کیږي. دغه افغان دا هم ویلي ول، چي هغوی غوښتل له څو نورو کسانو سره یوځای یونان ته ولاړ سي، خو د ترکیې د ساحلي ساتونکو له خوا ونیول سول او تر هغه وروسته د ترکیې د اِزمیر په ښار کي په یوه محبس کي بندیان سول.

تر پنځو ورځو بندیگرت وروسته یو چا دوی مجبوره کړل چي پر یوه سند باندي لاسليک وکړي چي گويا دوی له اخراجولو سره موافق دي. د دغه سند کاپي هم ورکړل سوې نه ده.

هغه د بخښني نړیوال سازمان ته دا هم ویلي دي چي «موږ نه غواړو افغانستان ته ولاړ سو، ځکه چي موږ هلته په خطر کي یو. که موږ بیرته ولاړ سو، طالبان به موږ ووژني.»

ويل سوي دي چي له انقرې څخه بیا د هغوی الوتکه په دا سبا یوه نیمه بجه والوته. کله چي هغوی په همدغه ورځ کابل ته ورسیدل، دغه کس بيا د یوه پیغام له لاري د بخښني نړیوال سازمان ته خبر ورکړ. وروسته تر هغه یې احوال معلوم سوی نه دی او شاید خپل موبایل تلیفون یې بند کړی وي.

کله چي د بخښني نړیوال سازمان له ترکي چارواکو څخه د افغان مهاجرو د اخراجولو په باب پوښتنه وکړه، هغوی که څه هم دا خبره ومنله، خو ویې ویله چي هغوی پخپله خوښه تللي دي او په ترکیه کي یې د پناه غوښتنه نه وه کړې.

خو د بخښني نړیوال سازمان په خبره دوی ته د افغان مهاجرو معلومات ورکول ټوله دا ثابتوي، چي دغه اخراج غیر قانوني تر سره سوی او د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.