1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه، د اروپایي اتحادیې د غونډي مهمه موضوع ده

۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

آیا ترکیه به د مهاجرو کړکیچ حل کړای شي؟ او په بدل کې به ترکیه اروپایي اتحادیې ته یو گام نوره هم نزدي شي؟ په بروکسل کې سرمشریزه دغو پوښتنو ته ځوابونه لټوي.

https://p.dw.com/p/1IETg
د اروپايي ټولني غونډه او د ترکيې موضوع
انځور: picture-alliance/dpa/C. Petit Tesson

اروپایي اتحادیه د تړون د یوې تازه مسودې له پاره چمتووالی نیسي، څو له ترکیې سره څومره ژر چې امکان ولري په اروپایي اتحادیه کې د دغه هیواد د شاملیدو په اړه د یوه نوي فصل د پرانیستو په هکله پریکړه وکړي. دا په هغه یوه مسوده کې راغلي چې د چهارشنبې په ماښام عامه محضر ته راوتې ده.

په بروکسل کې داسې ویل کیږي چې د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران به د دوه ورځنۍ سرمشریزي د پیلیدو په لومړۍ ورځ د دغي مسودې په هکله خبري وکړي. دا په داسې حال کې چې د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو د جمعې په ورځ په دغه سرمشریزه کې گډون کوي.

قبرس نه غواړي

خو د اروپایي اتحادیې په دننه کې هم خنډونه شته. تر اوسه قبرس د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ په دغه اتحادیه کې د شاملیدو په هکله خبري اتري ردوي. انقره قبرس په رسمیت نه پیژني او له ۱۹۷۴م کال راهیسې یې د دغه ټاپو شمالي برخه اشغال کړې ده.

د اروپایي اتحادیې شورا مشر دونلد توسک ویلي دي چې د ترکیې او قبرس تر منځ ترینگلتیا باید ختمه شي، څو له ترکیې سره د مهاجرو په اړه یو تړون لاسلیک شي.

ترکیې وړاندیز کړی دی چې یونان ته رسیدلي ټول مهاجر بیرته مني، خو په بدل کې پر نورو سربیره تر هر څه لومړی په دغه اتحادیه کې د شاملیدو له پاره گړندۍ خبري اتري غواړي.

د اروپایي اتحادیې کمېسیون مشر ژان کلاوده یونکر، په دې برخه کې شک څرگند کړی دی او ویلي یې دي چې اوسمهال ترکيې په اروپایي اتحادیه کې د شاملیدو شرایط پوره کړي نه دي، او په وینا يې ښایي دا به په راتلونکو لسو کلونو کې هم پوره نه شي.

دغه موضوع د آلمان په حکومتي اعلامیه کې هم څرگندیده، چې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د بروکسل د سرمشریزې یوه ورځ تر مخه ورکړه. مېرکل ویلي ول چې په بروکسل غونډه ښاي پریکړنده وگرځي. مېرکل له ترکیې سره د یوه احتمالي تړون په هکله د انتقاد کوونکو ټولي انديښنې نه مني.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د مارچ میاشتې په پېل کې د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې د یونان پر لور د مهاجرو د هجوم د درولو او بیرته د هغوی د منلو وړاندیز کړی وو.

خو د هغې په بدل کې انقره د ترکي وگړو له پاره اروپا ته د ویزې د آزادۍ، په هکله د یوه نوي فصل پرانیستل او په ترکیه کې د مهاجرو د پالنې له پاره د اقتصادي مرستو غوښتنه کړې وه.